تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کراچۍ پوهنتون کې ځانمرګی برید؛ ۳ چینایي استادان پکې وژل شوي
د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ پوهنتون کې پر یوه ګاډي چاودنه شوې، چې د ځايي چارواکو په خبره د د دریو چینايي ښوونکو په ګډون څلور تنه په کې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
بلوڅ بېلتون پالې وسلوالې ډلې بي ایل اې د دې برید مسوولیت منلی او ادعا يې کړې، چې دغه برید د دوی یوې ښځينه ځانمرګې بریدګرې کړی دی. بي ایل اې د دې بریدګرې عکس يې هم خپور کړی دی.
پولیس چارواکي وایي، برید ماسپښین مهال شاوخوا دوه بجې د کراچۍ پوهنتون د چینایۍ ژبې د ډپارټمنټ په دروازه کې شوی دی.
لومړني رپوټونه وایي، برید کې د دې ډپارټمنټ چینایی رئیس، دوه چینایۍ استادانې او د دوی موټروان وژل شوي دي.
همدا راز ویل کېږي چې په تپیانو کې هم یو بهرنی وګړی شامل دی.
پر خواله رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ظاهراً د برید صحنه پکې ښکاري. ویل کېږي چې دا ویډیو کلپ د کراچۍ پولیسو لخوا رسنیو سره شریک شوی دی.
په کلپ کې ښکاري چې یوه مېرمن د پوهنځي دوازې سره ولاړه ده، او کله چې یې له څنګه یو وېګڼ موټر تېرېږي نو لویه چاودنه کېږي.
د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او ژمنه يې کړې چې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته سپاري.
نوموړی د خواخوږۍ لپاره اسلام اباد کې د چین سفارت ته ورغلی او له چارواکو سره یې د پېښې پلټلو ژمنه کړې ده.
بله خوا د بلوڅ بېلتون پالې وسلوالې ډلې ځينو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د شاري بلوڅ په نامه یوې مېرمنې دا ځانمرګی برید يې کړی.
سرچینه وایي چې نوموړې د بلوچستان د تربت سیمې اوسېدونکې وه او خپله هم په یوه ښوونځي کې ښوونکې وه.
دغه سرچینه زیاتوي، د شاري بلوڅ مېړه ډاکټر دی او دا د دوو ماشومانو مور هم ده. د بي ایل اې دغه سرچینې ادعا کوي، چې د دوی په مجید بریګېډ نومي ډلې کې یو شمېر نورې ښځينه ځانمرګې بریدګرې هم شته.