سر چینې: طالبانو هغه ښځې نیولې چې بامیان کې یې د دوی بنرونه څېرلي وو

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبیدالله حسام
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو تېر څه باندې اووه میاشتني حاکمیت کې پر ښځو ځینې داسې شرایط ايښودل شوي چې د ښځو د حقونو د فعالانو په باور دوی ته ژوند ورځ تر بلې سختوي.
وروستۍ پېښې په اړه رپوټونه وايي، طالبانو په بامیان ولایت کې هغه شاوخوا لس ښځې له ځان سره بیولې چې د سرچینو په وینا څو ورځې وړاندې یې د دوی د غونډې پرمهال تالار ته دننه شوې او د طالبانو بنرونه او انځورونه یې څېرې کړل او غونډه یې ګډه وډه کړه.
ددغې پېښې انځورونه او ویډيوګانې په خواله رسنیو کې په پراخ ډول لاس په لاس شوې. اوس ادعا کېږي چې طالبانو دغه نجونې نا معلوم ځای ته بیولې دي.
په یوه بله پېښه کې بیا ادعا کېږي چې طالب وسله والو د هرات په اسلام قلعه کې هغه زدکوونکې چې ایران ته د زدکړو د دوام لپاره تله، د محرم نه درلودو له امله وهلې، ټکولې ده.
په خواله رسنیو کې ځینو کسانو ددغې مېرمنې انځورونه خپاره کړي چې پکې ښکاري، د وهلو له کبله یې لاسونه او د بدن ځینې نورې برخې شنې شوې.
د نوموړې خپلوان وايي، هغې د ایران په مشهد کې د ماسټرۍ زدکړې کولې او د درسونو د دوام لپاره یاد هېواد ته تلله.
د هرات یو مدني فعال سید اشرف سادات په دې هکله وايي:
''هغه نجلۍ چې پرون یا وړمه ورځ وهل شوې ویل کېږي چې له طالبانو سره یې په تونده لهجه خبرې کړې وې، چې کله یې د هغې د سفر مخه نیوله، خو له بده مرغه په کیبل یې وهلې ده. د تاسف ځای دی، رسنۍ نشته او ان د فلم اخیستو اجازه هم نه ورکوي په پوله کې د طالبانو چلند ډېر بد دی.
موږ پرلپسې هڅه وکړه چې د دغو دوو پېښو په اړه د طالبانو غبرګون واخلو، خو دوی په دې اړه څه و نه ویل.
طالبانو په دې اړه په عمومي ډول هم څرګندونې نه دي کړي.
وړاندې طالبانو یو فرمان ورکړی و چې ښځې نه شي کولای له شرعي محرم پرته بهر ته سفر وکړي.
ځینې هغه ښځینه محصلینې چې په ایران او نورو هېوادونو کې زدکړې کوې، وايي دوی نه شي کولای چې په تحصیلي ویزو باندې له ځان سره محرم بوځي او که دا موضوع همداسې دوام وکړي ښایي اړې شي چې زدکړې پرېږدي.
سرچینې وايي په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمنه کړې وه چې هغو نجونو ته به ایران ته د سفر اجازه ورکړي چې هلته زدکړې کوی، خو له ایران سره پر پوله طالب وسله وال اجازه نه ورکوي چې دغه نجونې ایران ته لاړې شي.










