د بشري حقونو مدافع ډلې: ملګري ملتونه دې د طالبانو لخوا هدفي وژنې او پر ښځو بندیزونه وڅېړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د بشري حقونو مدافع سازمانونو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د طالبانو له خوا د هدفي وژنو او پر ښځو د بندیزونو مسله وڅېړي.
پر بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د افغانستان پر وضعیت د څار له پاره، باید ځانګړی میکانیزم او ډله جوړه شي او سرچینې یې په اختیار کې وي.
له هغه راهيسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي وسله وال يې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې پر وژلو او ځورولو تورن شوي دي. د دې تر څنګ پر دوی د ښځو د تعليم، کار او د رسنيو فعاليتونو باندې د بنديزونو له امله هم نيوکې کېږي.
په وروستيو اوونيو کې د افغانستان په ځينو ښارونو کې د مېرمنو له خوا لاريونونه شوي چې ځينې يې په تاوتريخوالي هم اوښتي دي.
د رويټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې د بښنې نړيوال سازمان عمومي منشي اګنېس کالامارډ چې يو مهال د غيرقانوني وژنو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی پلټونکی و د افغانستان د بشري حقونو د وضعيت څارنه خورا مهمه وبلله.
اغلې کالامارډ وويل، دا مهمه ده چې شته شواهد وساتل شوي ترڅو طالبانو ته يو مهم پيغام واستول شي چې نړيوال جرمونه پټ نه پاتې کېږی او مجرمينو ته به سزا ورکول کېږي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون مشرې شهرزاد اکبر چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له دې هېواده وتلې دغه ډله په قصدي ډول د امنيتي ځواکونو د غړو او ملکي کسانو په وژنه تورنه کړې ده.
اغلې اکبر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته وويل چې طالبانو د بشري حقونو مدافعينو، د ښځو د حقونو فعالينو او ژورناليستانو په ګډون د هر چا لپاره ډاروونکی چاپېريال رامنځ ته کړی دی. هغې دا هم وويل چې د بنديانو د وژنې راپورونه يې هم ترلاسه کړي دي.

د عکس سرچینه، Shehrzad/Facebook
د بشري حقونو د څار اجراييوي رئيس کېن روت وويل چې په افغانستان کې پېچلي وضعيت ته په پام سره اړينه ده چې د پلټنو لپاره بشپړ ټيم په پام کې ونيول شي.
جنیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازي نصیر احمد اندېشه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پرونۍ غونډه کې يې برخه اخيستې وه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعت څارلو لپاره د يوه ځانګړي او اغېزمن مکانيزم جوړولو غوښتنه وکړه.
طالبانو تر دې مهاله د بشري حقونو د مدافعینو د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو دې ډلې واک ته له رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړې ده.
که څه هم طالبانو پر بشري حقونو تېری رد کړی او د مناسبو شرایطو په رامنځته کېدو سره یې ښځو ته د ټولو هغو حقونو د ورکولو ډاډ یې ورکړی چې د دوی په وینا د اسلامي شریعت له مخې ورکړل شوي دي.
خو د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملایعقوب په دې وروستیو کې په یوه غږیز پیغام کې د هدفي وژنو رپوټونه رد نه کړل خو ویې ویل چې دا د دوی لخوا له اعلان شوې عمومي بښنې ښکار سرغړونه ده.









