کوټه کې د پاکستاني پوځ کاروان سره نږدې چاودنه کې شپږ سرتېري ټپیان شول

کوئٹہ

د عکس سرچینه، Edhi Foundation

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي بي سي کوټه

د بلوچستان مرکز کوټه کې د پاکستاني پوځ د ګاډو سره نږدې چاودنه کې د شپږو سرتېرو د ټپي کېدو خبره کېږي.

پېښه فاطمه جناح پارک سره نږدې پر هوايي ډګر سړک شوې ده.

صوبايي کورنیو چارو وزیر میرضیاالله لانګو بي بي سي ته وویل، پېښه کې شپږ پوځیان ټپي شوي چې د دوو حالت نازک دی.

هغه زیاته کړه، د پوځ د شپږو ګاډو کاروان له هوايي ډګر د ښار په لور روان و چې پارک ته نږدې په موټر سیکل کې ایښي باروت وچاودل.

هغه وویل، د کاروان له اخر دویم ګاډی چاودنې ته ور برابر شو.

وروسته یې د پېښې ځای کې رسنیو ته وویل، چاودنه کې له څلورو تر پنځو کیلوګرامو باروت کارول شوي دي.

خلک څه وایي؟

کوئٹہ

د عکس سرچینه، Edhi Foundation

د پېښې له ځای تصویرونه ښيي چې اوروژونکي اور مړ کوي، امنیتي ځواکونو ځای کلابند کړی دی او له ایدي بنسټ پرته نورو خصوصي ادارو یا کسانو ته اجازه نه ور کول کېږي، چې د پېښې ځای ته ځانونه ورسوي.

د پېښې ځای سره نږدې یوه شاهد وویل، د پارک یوه هټۍ کې و چې د زورورې چاودنې غږ یې واورېد او ور سره د نږدې ودانیو شیشې هم ماتې شوې.

هغه زیاته کړه، له چاودنې وروسته یوه ګاډي کې اور ولګېد.

فاطمه جناح پارک چېرته پروت دی؟

کوئٹہ

د عکس سرچینه، Edhi foundation

فاطمه جناح پارک د کوټې ښار پر سړک پروت دی او چاودنه د کوټې چوڼۍ سیمه کې شوې، خو چوڼۍ له حساسو سیمو لږ واټن لري.

هوايي ډګر روډ د کوټې ښار مهم سړک دی او د کوټې پر شمالي سیمو سربېره د بلوچستان شمالي سیمو ته تګ راتګ هم له دې ځای کېږي.

بلوچستان کې د حالاتو خرابېدو سره کوټه کې هم دا ډول چاودنې کله کله کېږي.

خو چارواکي وايي، تر پخوا اوس حالات ښه دي.

بلوچستان کې پر سرتېرو بریدونه

کوئٹہ

د عکس سرچینه، Edhi foundation

وروستیو څو میاشتو کې بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

د جون پر ۲۵ سبۍ ولسوالۍ کې هم پنځه سرحدي سرتېري ووژل شول.

د جون پر ۱۴ هم کوټه کې د توندلارو برید سره څلور سرحدي سرتېري ووژل شول.

کوئٹہ

د عکس سرچینه، Edhi foundation

د جون پر ۱۱ هم د بلوچستان خاران کې د عملیاتو پر مهال یو سرحدي سرتېری ووژل شول.

د مۍ لومړیو کې هم د بلوچستان سرحدي سیمه ژوب کې څلور سرحدي سرتېري ووژل او شپږ ټپیان شول.