کوټه کې یو پولیس چارواکی وژل شوی او بل ټپي شوی

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په ۲۰۱۷ کال په کوټه کې پر پولیسو څلورم برید دی.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستان یو پولیس چارواکی ( ډي اېس پي) وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

خبریال محمد کاظم ته د کوټې یوه امنیتي چارواکي ویلي د عمر رحمان په نوم دغه امنیتي چارواکی او څارنوال بلال جومات ته روان وو، چې له برید سره مخ شول.

د نوموړي په خبره، په ټپټپي( موټر سایکل) سپرو وسلوالو له جومات سره نږدې پر دواړو ډزې وکړې او سخت یې ټپیان کړل.

دغه چارواکی زیاتوي چې د سختو ټپونو له امله عمر رحمان مړ شو.۔

له دې مخکې د عمر رحمان ورور شمس چې ورته دنده یې درلوده په ځانمرګي برید کې وژل شوی و.

د بلوچستان وزیر اعلی نواب ثناالله زهري پر دې پېښه خواشیني ښودلې او غندلې یې ده.

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کوټه کې تېر کال پر پولیسو ډېر مرګونی برید په اکټوبر کې وشو چې له ۶۰ ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

دا روان کال په کوټه کې پر پولیسو څلورم برید دی.

له دې مخکې په دریو بریدونو کې یو پولیس چارواکی او درې سرتېري وژل شوي وو.

تېر کال هم په بلو چستان کې په چاودنو او هدفي وژنو کې له سلو ډېر پولیس او د نورو امنیتي ادارو کسان وژل شوي وو.