تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتونخوا: د ښوونځي نجونو ته د حکومت په پيسو بورکې اخیستل شوې
- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د خیبر پښتونخوا مردان سیمه کې د واکمن تحریک انصاف ګوند یوه ځايي مشر او پخواني کونسلر مظفر شاه په حکومتي پیسو د ښځینه زده کوونکو لپاره بورکې یا بوکرې چمتو کړې دي.
ویل کېږي پر یوه بورکه ۱۰۰۰ روپۍ لګښت شوی او د مردان په رستم سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ۶۹ زده کونکیو د بورکو او ټیکریو د لګښت لپاره سل زره روپۍ منلې شوې دي.
تېره میاشت د خیبر پښتونخوا په هریپور سیمه او پېښور ښار کې د پوهنې چارواکو د ښځینه زده کونکو لپاره د عبایا اغوستل لازمي وبلل.
د خیبر پښتونخوا تعلیم ادارې سلاکار ضیاالله بنګښ ویلي و، دا امر د ښځینه زده کونکیو د خوندیتوب لپاره شوی دی، خو وروسته د صوبې د اعلی وزیر محمود خان په امر دغه حکم بېرته واخیستل شو.
اوس چې د مردان ځايي حکومت په پیسو د ښځینه زده کوونکو لپاره بورکې چمتو شوې، د پېښور پوهنتون یوه استاده لیلا خالد وايي، د بورکو اغوستل د ستونزې حل نه دی:
''دلته خو نژدې ټولې ښځې بورکې اغوندي، ټيکري پرسروي یا عبایا اغوندي، خو د ستونزې حل دا نه دی، بلکې حکومت باید د ښځو امنیت خوندیتوب لپاره نور کوټلي ګامونه پورته کړي. ''
تېره میاشت د ښځینه زده کوونکو لپاره د عبایا اغوستو امر پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه راپورته کړل. ځینې کسانو هغه امر د سخت دریځۍ فکر ته ورته والی بللی و.
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو لیکلي و، چې پرده د خلکو شخصي مسله ده او دا داسې موضوع نه ده چې حکومت یې په حل پسې ورګرځي.