تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پېښور: ښوونځیو کې د نجونو حجاب اجباري کولو پرېکړه بېرته اخیستل کېږي
- Author, رفعت الله اورکزی
- دنده, بي بي سي پېښور
په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ځایي حکومت تعلیمي چارو اداره هغه پریکړه بېرته اخلي چې له مخې یې په حکومتي ښوونځیو کې پر نجونو (عبایا) یا حجاب جبري کېده.
د خیبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر او د صوبايي حکومت ویاند شوکت یوسفزي د دوشنبې پر ورځ په خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې 'د نجونو د جبري حجاب په اړه اعلامیه له حکومت سره په مشوره نه ده خپره شوې بلکې دا یو فردي پرېکړه ده چې بېرته اخېستل کېدای هم شي.'
هغه ویلي: 'د هریپور سیمې تعلیمي مشر له خوا دا پرېکړه شوې خو په دې کې له حکومت سره سلا مشوره نه ده شوې.'
د ښوونې او روزنې د ځانګړي سکرتر ارشد خان په وینا 'د دې سیمې تعلیمي مشر له اجازې پرته دا اعلامیه خپره کړې، ځکه د حکومت لخوا داسې څه پالیسي نه ده جوړه شوې چې له مخې یې پر نجونو زده کوونکو حجاب جبري کېده.
هغه ویلي، هېڅ چارواکی دا واک نه لري چې په خپله خوښه داسې پرېکړه وکړي، نو له دې کبله به پر چهارشنبه د یوې اعلامیې په ترڅ کې دا پرېکړه بېرته واخیستل شي.
یاده دې وي چې د دوشنبې پر ورځ د پوهنې ریاست سلاکار ضیا الله بنګښ لخوا یوه ویډیويي پیغام کې ویل شوي و چې د ایالت په کچه د والدینو په مشوره پر نجونو زده کوونکو عبایا جبري کولو پرېکړه شوې.
هغه ویلي و که ' څوک د دې بندیز مخالفت کوي هغوی باید پوه شي چې دا یو اسلامي هېواد دی او دا پرېکړه د نجونو زده کوونکو د خوندیتابه لپاره شوې ده،'
له دې وړاندې د دوشنبې په ورځ د پېښور ضلعي تعلیمي افسرې سمینه غني له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې په پېښور کې د ټولو دولتي ښوونځیو پر نجونو زده کوونکو عبایا لازمي ده.
د دې اعلامیې له مخې 'دا پریکړه د نجونو د خوندیتابه لپاره شوې چې له هر ډول غیراخلاقي پېښو څخه خوندي شي.'
بلخو کله چې ددې اعلامیې کاپیانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې نو د خلکو د تودو بحثونو سره مله شول او نیوکې پرې وشوې.
له بلې خوا د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي ددې پرېکړې د بېرته اخېستو په تړاو خوښي ښودلې او ویلي یې دي "دیر اید درست اید"