ترکیه کې پر حجاب بحث بیا ناندریز شو

له څه مودې راهیسې په ټوله نړۍ کې پر خواله رسنیو د #10YearChallenge په نامه یو انټرنېټي هشټګ تاوده بحثونه را پارولي. د دې هشټګ کاروونکي خپل اوسني او لس کاله پخواني عکسونه یو ځای خپروي او بیا خپل اوسنی او پخوانی وضعیت سره پرتله کوي.

د نړۍ نورو برخو کې دا هشټګ د کاروونکو لپاره یوه تفرېح او ساعتېري ده. خو په ترکیه کې یې یو ځل بیا د حجاب په اړه ناندیزو بحث را پارولی.

بحث هله پيل شو چې یو شمېر ترکي مېرمنو خپل لس کاله پخواني په حجاب کې عسکونه، او ورسره خپل اوسني داسې عکسونه خپاره کړل چې حجاب یې پر سر نشته.

یو شمېر ښځینه فعالانو غوښتل له دې لارې وښیي چې حجاب کول یا نه کول د ښځو خپلې خوښې پورې اړه لري، او باید څوک یې په زور پر دوی ونه تپي.

د دې عکسونو له خپرېدو وروسته په ترکیه کې ګڼ شمېر کسانو د حجاب کولو یا حجاب پرېښودلو په اړه پر خواله رسنیو خپل نظرونه شریک کړي دي.

په ترکیه کې د حجاب موضوع له لسیزو راهیسې سیاسي رنګ لري او تل جنجالي او ناندریزه وه. یو وخت په دې هېواد کې ښځو اجازه نه درلوده چې په دفتر یا پوهنتون کې حجاب واغوندي.

خو په تېرو لسو کلونو کې د ولسمشر رجب طیب اردغان د واکمنۍ پر مهال دا بندیز تر ډېره لېرې شو.

د نوموړي مخالفین بیا تور لګوي چې اوسنی حکومت په غیر مستقیمه توګه ښځې حجاب کولو ته اړ باسي. سېکولران ټینګار کوي چې حجاب د سیاسي او مذهبي نه زغم سمبول دی او باید په ترکي ټولنه کې هېڅ ځای ونلري.

دوی ادعا کوي چې دې هېواد کې یو شمېر ښځې یوازې د ټولنیز فشار له کبله حجاب کوي.

د دې نظر خاوندانو لپاره په ترکیه کې یوه ځانګړې وېبپاڼه هم جوړه شوې ده.

د دې پاڼې چلوونکې د نوم نه ښودل پر شرط بي بي سي ته وویل، دوی غواړي دا حقیقت جوت کړي چې ډېری ښځې له مجبوریته حجاب کوي.

خو بل لور ته یو شمېر ښځو د حجاب په ملاتړ هم پوسټونه کړي او دا یې خپل حق بللی.

د "الف" په نامه یوې نجلۍ لیکلي:

"موږ لویې شوې یو. ښایسته شوې یو. ازادې یو. حجاب زموږ د ازادۍ برخه ده. تاسې چې هر څه فکر کوئ، دا زموږ عقیده ده. موږ ستاسې خبره نه کوو، یوازې د ځان خبره کوو".

په بحث کې نارینه و هم ګډون کړی. د ارسلان په نامه یو چا لیکلي، هر څوک باید د حجاب کولو یا نه کولو حق ولري. نور خلک باید په دې کې هېڅ کار ونلري.

د زنیو به نامه یو بل کس لیکلي، حجاب له ازدۍ سره هېڅ سروکار نه لري. ازادي دا ده چې تاسې د خپلې خوښې اجازه ولرئ. ځینې وخت د ځان پټول هم یو ډول ازادي ده.