د باچاخان د لاس توکي چې پر شخصي ژوند یې رڼا اچوي

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون
د عکس تشریح، د دې لوټې په اوبو او د څراغ په رڼا به باچاخان جسماني پاکوالی او فکري روڼتیا ترلاسه کوله.

په پېښور کې د باچاخان اوونۍ کې د ترسره شویو مراسمو په ترڅ کې د باچا خان د استعمال توکي نندارې ته وړاندې شول چې ډېر کتونکي ترې د باچاخان ورځني ژوند په اړه جالب معلومات ترلاسه کولی شي.

په دغو توکو کې د هغه اغوستې جامې، ګومنځ، بوټان، چشمې یا عینکې، د ډاکتر نسخې او داسې نور ‌‌‌‌شیان شته چې زموږ همکار اظهارالله یې عکسونه رالېږلي.

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون

باچاخان به د چارسدې په اوتمانزو کې جوړې شوې د خمتا ساده جامې اغوستې چې په لاس به جوړېدې. دا کالي به کړییو کې رغېدل.

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون

د باچاخان بېلچه چې کله نا کله به یې د زرغونوالي لپاره ځمکه پرې پستوله.

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون

د عبدالولي خان پوهنتون استازی او څېړونکی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سهیل وايي، باچاخان د معدې له ناروغۍ ځورېده او کله نا کله به ډېر ترې په تکلیف و.

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون

ډاکتر سهیل وايي، کېدای شي ۱۹۷۹ کال به و چې باچاخان ته د مفصلونو ستونزه ور پیدا شوه چې ګرځېدل او په درېدلو کې ثبات یې زیانمن شو. د ده په وینا د باچاخان غاښونو هم دی کړاوه او تر څلورو غاښونه یې اېستلي ول.

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون

باچاخان به له خالص کورم یا څرمنې جوړ شوي بوټان پښو کول.

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون

ډاکټر سیهل وايي باچاخان تر ۱۹۵۰مو کلونو وروسته چشمې یا عینکې اچولې او د لوستلو لپاره به یې ورته ډېره اړتیا پېښېده.

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون

د هند یوې پخوانۍ ورځپاڼې ټایمز آف ینډیا د ۱۹۸۷کال د جون پر ۲۷ مه، د باچاخان پر روغتیا او دا چې له ناروغۍ وروسته له روغتونه وتلی دی، پر خپلې لومړۍ پاڼې مطلب خپور کړی.

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون

۱۹۷۲ کال کې د خان عبدالولي خان "پښتون زلمي " د وینا متن چې وروسته د کتابګوټي په ډول چاپ شو.

باچاخان اوونۍ کې د هغه د توکو نندارتون

هغه ګاډی چې باچاخان به پکې لېرې پرتو سیمو ته د خلکو لیدو ته ورتله. ډاکټر سهیل وايي دا موټر به یې له ۱۹۸۱ کال وروسته استعمالاوه. تر هغه وړاندې د "ټوم ټوم " په نامه پېژندل شوي موټر کې یې سفر کاوه. دا موټر په اصل کې د هغه د زوی علي خان و،او وروسته له دې چې په ۱۹۸۸ کال کې باچاخان وفات شو، علي خان تر ۱۹۹۶ کال پورې چلاوه.