له اسلام اباده ولې یو پښتون پولیس افسر ورک شو؟

- Author, رفعت الله اورکزی
- دنده, بي بي سي، پېښور
د پښتونخوا د پولیسو یو افسر محمد طاهر خان دوړ پلازمېنه اسلام اباد کې په مرموز ډول ورک شوی دی.
دوې اونۍ وشوې خو لا یې پته نه شته.
د شمالي وزیرستان دا سړی پېښور کې د پولیسو افسر و، خو څو ورځې مخکې اسلام اباد ته په رخصتۍ تللی و.
وروڼه یې وايي، محمد طاهر خان د ورځې د چکر لپاره ووت، خو د اسلام اباد له رمنا تاڼې سره په مرموز ډول ورک شو.
له پېښې دوې ورځې وروسته د محمد طاهر خان له ملفون د هغه کورنۍ ته انګریزي پیغام ورسېد پکې لیکلي و:
"د پنجاب جهلم یوه سیمه کې یم، څو ورځې وروسته در ستنېږم".
د طاهر خان داوړ کورنۍ وايي، پیغام هرو مرو له ټلیفون لېږل شوی، خو له متن یې ښکاري چې بل چا لیکلي دی، ځکه ده به تر ډېره اردو ژبه کې پیغام لیکه.
د اسلام اباد پولیسو د نوموړي د ورکې په هکله دوسیه درج کړې، خو وفاقي پولیس یې په موندلو کې پاتې راغلي دي.
څو ځلې ټپي پولیس

د عکس سرچینه، Tahir Dawar
پنځوس کلن محمد طاهر خان داوړ نږدې دوه میاشتې مخکې په رتبه لوړ او پېښور کې د اېس پي دنده ور کړل شوه.
له دې مخکې یې د پولیسو محکمه کې مختلفې دندې درلودې.
نوموړي تر ډېره دا دندې له پېښور لرې د پښتونخوا مختلفو ولسوالیو کې درلودې.
طاهر خان دوه ځلې د وسلوالو برید کې ټپي شوی و، یو ځل بنو کې د نوموړي پر کور ځانمرګی شوی و، خو دی پکې بچ شو.
بیا د هغه پر موټر برید وشو، چې لاس او پښه یې ټپي شول.
ویل کېږي یو ځل د پولیسو او امنیتي ځواکونو په خطايي ډزو کې هم لګېدلی و.
نوموړي ته د قاید اعظم مډال هم ور کړل شوی و.
د طاهر خان ځینې خبرې

د طاهر خان داوړ نږدې ملګری او د داوړ قومي جرګې مشر سمیع الله داوړ وايي، له ورکېدو څو ورځې مخکې طاهر خان خپل فیسبوک کې لیکلي و، چې د عزت دنده غواړي، ځکه په اوږده رخصتۍ ځي.
لا مالومه نه ده چې ده ولې دا خبره لیکلې وه او لامل یې څه و.
د نوموړي په خبره، له دې ښکاري چې یو څه خبره شته، ځکه هغه دا ډول تبصرې ته مجبور شوی و.
ځینې قبایلي سرچینې وايي، ورک پولیس مشر د قبایلي ځوانانو یا پښتون تخفظ غورځنګ غړی و.
څه مهال مخکې نوموړي پر خواله رسنیو د پي ټي اېم د ملاتړ لپاره څو تبصرې هم لیکلې وې.
خو د نوموړي خپلوان وايي، چې طاهر خان دواړ دنده پېژندونکی افسر و او له پي ټي اېم سره یې څه تړاو نه و او نه یې کله د دې غورځنګ ملاتړ کړی دی.
د وزیرستان ځینې خبریالان وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېری مشران د وزیرستان دي، ځکه چا ته پکار نه دي چې له دې غورځنګ سره د تړاو لرلو له امله چا ته ګوته ونیسي.
د قامي جرګې ګواښ

له بلې خوا شمالي وزیرستان کې مختلفو جرګو او ډلو ویلي، که طاهر خان داوړ سملاسي ونه موندل شي، دوی به اسلام اباد کې پرلت وکړي.
د سې شنبې په ورځ د پېښور رسنیو مرکز کې د وینا پر مهال د وزیرستان قامي جرګې مشر حاجي جلال وزیر وویل، چې محمد طاهر خان داوړ له اسلام اباد تښتول شوی:
"لس ورځې یې کېږي، خو تراوسه یې کومې ادارې درک نه دی لګولی".
هغه زیاته کړه، چې له اسلام اباد د داسې یوه افسر تښتول پوښتنې پورته کوي او مرکزي حکومت یې د تښتولو له تور بچېدلی نه شي.
دې غونډه کې د محمد طاهر داوړ بچي او وروڼه هم و.








