منظور پښتین: له پښتنو سره پر خپله ژمنه ولاړ یم

د ویډیو تشریح، له منظور پښتين سره ځانکړې مرکه
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین له بي بي سره یوې ځانګړې مرکې کې ویلي، غورځنګ يې لاهم غیر پارلماني دی او د علي وزیر او محسن داوړ پارلمان ته تلل د هغوی شخصي پرېکړه وه.

ښاغلي پښتین په څرګند ډول ونه ویل چې اوس به ښاغلی وزیر او ښاغلی داوړ د غورځنګ د کورکومېتۍ برخه وي که نه، خو زیاته یې کړه چې د غورځنګ مرکزي کومیټه به په دې اړه ژر پرېکړه وکړي.

ښاغلي پښتین وویل، له پښتنو سره يې پارلمان ته د نه تلو ژمنه کړې او لاهم خپله په دې ژمنې ولاړ دی. "پښتانه به دا وخت زما څېرې ته ګوري او پوهېږي به چې زه څومره پرېشانه یم".

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه لوی مخکښان علي وزیر او محسن داوړ له شمالي او جنوبي وزیرستانه د پاکستان پارلمان ته بریالي شوي.

دوی دواړه وايي، هغه خبري چې د غورځنګ په ولسي غونډو کې به يې کولې، په پارلمان کې به يې هم کوي.

ر

د عکس سرچینه، Mohsin Dawar/ Twiiter

د عکس تشریح، محسن داوړ په ټاکنو کې بريالی شوی

خو د غورځنګ مشر پښتین وايي، نه پارلمان ته په تګ کې د غورځنګ پرېکړه وه او نه به يې هم په پارلماني سیاست کې کومه پرېکړه وي. نوموړي بي بي سي ته وویل:

"موږ ډېر ښکاره ویلي، چې هغوی د ټاکنو کمپاین هم په شخصي توګه کړی، ټاکنې يې هم په شخصي توګه ګټلې او که اوس په پارلمان کې کومې پرېکړې کوي، هغه به يې هم شخصي وي "

ښاغلي پښتین زیاته کړه، ولس ورڅخه پوښتنې کوي، چې ولې يې مهم کسان پارلمان ته ولاړل او نیوکې پرې کوي. خو د ده په خبره ټول عمر به د غورځنګ له لارې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، نه د پاکستاني پارلمان له لارې. نوموړی وایي:

"که په ټاکنو کې کاندید شوی وای، ولا چې پنځه څوکۍ مې په خپل سر ګټلې وای، خو ما ژمنه کړې وه، چې پارلمان ته نه ځو، نو نه ځم "

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې جوړ شوی، له همغه راهیسې يې له واکمنو سره بیا بیا خبري شوي، خو د ښاغلي پښتین په خبره مهمې غوښتنې يې لاهم منل شوې نه دي. د هغه په وینا:

v

د عکس سرچینه، Ali Wazir/Twitter

د عکس تشریح، عمران خان د علي وزیر په مقابل کې څوک نوماند نه کړ

"زموږ پنځه یا لس سلنه ستونزې هوارې شوې دي، نورې ټولې لاهم همغسې پرتې دي "

یاد غورځنګ د اګست پر ۱۲مه نېټه د پښتونخوا په سوابۍ ولسوالۍ کې ولسي غونډه اعلان کړې، چې همدا به يې تر پاکستانيو ټاکنو وروسته لومړنۍ ولسي غونډه وي. د غورځنګ بنسټګر منظور پښتین وايي، د همدې غونډو له لارې پښتانه راويښوي.