ګلالۍ اسمعیل تر نیول کېدو وروسته خوشې شوه

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې ګلالۍ اسماعيل له بريتانيا د ستنېدو پر مهال د پاکستان پلټنو فدرالي ادارې د اسلام آباد هوايې ډګر کې نيولې وه چې د دغې ادارې په مرکزي دفتر کې له نژدې دوه ساعته پوښتنو ګروېږنو وروسته د چارواکو په وینا د شخصي ضمانت بدل کې خوشي شوې ده.
نوموړې له خوشې کېدو وروسته له بي بي سي سره خبرو کې وویل:
"له څه مودې راهیسې د هغو غږونو ټیټولو هڅې کېږي، چې د بشري حقونو لپاره کار کوي، خو زه له دغسې فشارونو نه ډارېږم، بلکې نور به مې هم غږ لوړ شي. "
ایف ای اې چارواکو بي بي سي ته وویل، ګلالۍ ته د کور تګ اجازه ورکړل شوې، خو دوی داسې څه نه دي ویلي، چې له نوموړې ولې او د څه په اړه پوښتنې ګروېږنې شوې دي. '
دغه دوسیه د روان کال سپتمبر کې هغه مهال ثبت شوه، چې پښتون ژغورنې غورځنګ په صوابۍ کې غونډه وکړه.
په دوسیه کې د ګلالۍ تر څنګ د پاکستان پارلمان غړي محسن دوړ او د پي ټي ایم یو شمېر نورو غړو او ملاتړو نومونه هم شامل دي.
ګلالۍ اسماعیل د پي ټي ایم فعاله ملاتړې ده او د غورځنګ په غونډو کې یې ګډون کړی دی. د نوموړې له نیول کېدو وروسته پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه څرګند شوي او یو شمېر کسانو یې د خوشي کېدو غوښتنه کړې.
ګلالۍ له تېرې یوې لسیزې راهیسې پاکستان کې د ځوانانو حقونو لپاره او په ځانګړې توګه د نجونو حقونو لپاره مبارزه کوي. ګلالۍ بي بي سي ته وویل، چارواکو ویل، نوم يې د پاکستان حکومت په هغه لست کې اچول شوی چې له مخې یې سفر نه شي کولی.

ګلالۍ ۲۰۱۳ کال کې د سلو ښځو یوه ډله جوړه کړه، چې د کم عمرۍ ودونو او کورنۍ تاوتریخوالي خلاف فعالیت کوي. ګلالۍ اسماعيل ۱۶ کلنۍ کې په پښتونخوا کې د نجونو حقونو لپاره د عامه پوهاوي خپرولو په پار د "اوير ګرلز" په نامه یوه خیریه ټولنه جوړه کړه او په نړيواله کچه یې بېلا بېلې جايزې ګټلې دي.










