د مولانا محمد خان شېراني خبرې
په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مخکينى مشر او د جماعت علما اسلام يو مخکښ غړی مولانا محمد خان شيرانى ادعا کوي چې د عمران خان په راتگ هم ښايي له ترهگرۍ سره په مبارزه کې بدلون رانه شي. خداى نور ناصر له ښاغلي شيراني سره خبرې کړې او لومړى يې پوښتلی چې پاکستان کې د نوي حکومت په راتلو به د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه څه ډول وي. د دغې مرکې بشپړه بڼه به د یکشنبې پر ورځ خپره شي.