''د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال حیات پرېغال خوشی شو''

پرېغال

د عکس سرچینه، IHTESHAM

د عکس تشریح، له خوشي کېدو وروسته حیات پرېغال د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرتابه سره
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان پلټنو فدرالي ادارې لخوا د سايبر کرایم یا د انټرنېټي جرم په تور نیول شوی ځوان حیات پرېغال خوشی شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ بي بي سي سره خبرو کې تایید کړه، چې حیات پرېغال خوشی شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، محکمې ښاغلی پرېغال د یو میلیون پاکستانیو روپیو ضمانت بدل کې خوشی کړی دی. ښاغلی داوړ وايي، د حیات پرېغال پاسپورټ ترې اخیستل شوی دی او نوموړی د سفر کولو اجازه نه لري.

ښاغلی پرېغال د روان کال د جون میاشتې پر پنځمه نېټه په ډېره اسماعیل خان کې له خپل کوره د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولی و او تر نیول کېدو يې یوه اونۍ وروسته کورنۍ او ملګري خبر شول، چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی.

له هغه وروسته ایمنسټي انټرنېشنل یا د بښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه، چې ښاغلی پرېغال دې بې له ځنډه خوشی کړي؛ ځکه د دوی په خبره نوموړي د بشري حقونو لپاره غږ پورته کړی او کوم جرم يې نه دی کړی.

پرېغال

د عکس سرچینه، PREGHAL/FB

د عکس تشریح، پرېغال د غورځنګ له مشر منظور پښتین سره

حیات پرېغال چې په متحده عرب اماراتو کې د روغتیا پال په حیث کار کوي، په جون مياشت کې کور ته په رخصتۍ راغلی و، چې پاکستاني چارواکو بندي کړ.

ښاغلی پرېغال د پښتون ژغورنې غورځنګ له مهمو پلویانو یو بلل کېږي او پر خواله رسنیو د غورځنګ له مهمو فعالو غړیو څخه یو و.

پر نوموړي تور و، چې پر خواله رسنیو يې د پاکستان ضد کمپاین کاوه او د دغه هېواد د امنیتي ارګانونو پر ضد يې کرکه خپروله، خو دا هغه تورونه دي، چې د پرېغال کورنۍ، پښتون ژغورنې غورځنګ او د هغه ملاتړي مدني فعالان يې ردوي.

حیات پرېغال پر ټيوټر او فېسبوک پاڼو تر ډېره د وزیرستان، پښتنو او پښتونخوا په هکله لیکنې کړې او د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلاره يې غندلې ده.

د هغه تر نیول کېدو وروسته پر خواله رسنیو بیا بیا د هغه د راخوشي کېدو لپاره کمپاینونه وشول او د هغه نیول وغندل شول.