منظور پښتین: که نیول شوي کسان خوشي نه شي، بل سبا به پښتانه نړیوال احتجاج وکړي

منظور

د عکس سرچینه، FB

د پښتون ‌‌ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کراچۍ غونډه کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې نیول شوي کسان تر سبا پورې خوشي کړي.

ښاغلي پښتین ګواښ وکړ چې که د دوی"ملګري خوشي نه شي" او یا نور کسان هم ونیسي، نو د مۍ پر ۱۵مه به د ده په خبره "ټول پښتانه د نړۍ په هر ښار کې احتجاج وکړي."

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته په زرګونو کسان ورغلي ول چې د پښتنو ترڅنګ سندیان او بلوڅان هم ول او تر ماخوستنه د منظور ور رسېدو ته په تمه ول.

دی له اسلام اباده تر کراچۍ ښار په ۴۰ساعتونو کې ورسېد، ځکه د ده په وینا د لارې په اوږدو کې امنیتي چارواکو څو څو ځلې درولی او ځنډولی یې دی.

ښاغلي پښتین ادعا وکړله، دولت ځکه "د جلسې د ناکامولو لپاره ډېره هڅه وکړه چې هغه ترهه او ډار چې په کراچۍ کې هره ورځ کېږي ختم نه شي."

خو ده وویل، سوله ییزه مبارزه به دوام لري او ټول ظالمان به د عدالت منګولو ته وسپاري.

منظور پښتین د شنبې پر ورځ د اسلام اباد هوایي ډګر نه چې کراچۍ ته تلو هغه مهال بېرته ستون شو، چې د هوايي چلند شرکتونو ورته وویل، ټکټ یې کېنسل شوی دی.

منظور لاهور ته لاړ چې بله الوتکه کې کراچۍ ته لاړ شي، خو هلته هم د هوایي ډګر سره څېرمه پر یوه امنیتي چیک پوست تر هغې درول شوی و چې الوتکه ترې ولاړه. بیا په موټر کې د کراچۍ پر لور وخوځېدل.

ښاغلي پښتین کراچۍ کې غونډې ته وویل، "پر لار نا روا سلوک راسره وشو‎... ډېر یې ودرولم او ذلیل یې کړم خو ستاسې د راټولېدو درناوی کوم."

منظور

د عکس سرچینه، FB

کله چې خلک د پښتین په غوښتنه کښیناستل او منظم شول، ده چارواکو ته په خطاب کې وویل "له دوی منظم والی او شرافت زده کړئ" او ادعا یې وکړه چې چارواکو "ټول عمر بدماشي او ذلیل کول کړي."

ده د امن ژوند غوښتنه وکړه او د نورو وژنو ترڅنګ یې کراچۍ کې د نقیب الله مسود وژنه یو له هغو ظلمونو یاد کړ چې پوښتنه به یې کوي.

د نقیب مسید له وژنې وروسته منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل کړ.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

تر غونډې وړاندې د پښتنو د حقونو یوې فعالې نذرانه غفار پر ټویټر یوه وېډیو خپره کړې وه چې، د سپینې ماڼۍ مخې ته د پښتنو ژغورنې غورځنګ د کراچۍ د ناستې په ملاتړ ګڼ کسان راغونډ شوي دي.

منظور پښتین د بلې ترسره کېدونکې غونډې لپاره له خلکو وغوښتل چې نر او ښځه پکې برخه واخلي "کورونو ته تالۍ ور واچوي" او اسلام اباد ته ولاړ شي.

په غونډه کې د ګڼو سندي ګډونوالو له ډلې یوه د درناوي په پار د منظور پښتین پر سره سندي خولۍ کېښوده، خو لږ شېبه وروسته منظور بېرته خپله سره خولۍ پر سر کړه چې "دا د ملنګۍ خولۍ ده."

هغه کسان چې ورک شوي د پښتین په وینا، کورنۍ یې لا ډېر دردمن دي ځکه داسې وي "لکه هره ورځ چې درته لاش پروت وي."

منظور

د عکس سرچینه، FB

د غونډې ګډونوالو د دې غوښتونکي ول چې غونډه وغځول شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران ویناوې واوري، خو دا چې غونډه د ورځې پر ځای په ساعتونو ځنډ ماخوستن پیل شوه، د پښتین له وینا وروسته پای ته ورسېده.