"پنجاب کې له پښتنو سره ظلم کېږي او په رڼا ورځ نیول کېږي"

د عکس سرچینه، AFP
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د "منظور پښتين د مۍ پر ١٢ نېټه خپل شکايت کراچۍ ته وړي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.
ورځپاڼې د نواز شريف د لور مريم نواز تويټ ته اشاره کړې چې وايي د ظلم پر وړاندې د پورته شويو خلکو په زور ځپل نه کله بريالي شوي او نه به کېږي.
د پيپلز گوند مل مشر بلاول زرداري هم د دغه غورځنگ د غړو پر وړاندې د پنجاب د حکومت عمل غندلى.
ورځپاڼې لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنگ د پرونۍ غونډې گدونوالو ته هم کتنه کړې او وايي د مشهور شاعر حبيب جالب لور طاهره جالب هم غونډې ته ورغلې وه او د "دستور" په نامه د خپل پلار يو مشهور شعر يې د غونډې گډونوالو ته لوستلى.
ورځپاڼه د غونډې يوه بله مشهوره گډونواله د پاکستان د بشري حقونو فعاله امينه مسعود جنجوعه ښوولې، چې مېړه يې له ٢٠٠٥ م کال راهيسې تري تم دى.
د ورځپاڼې په وينا د پاکستان د ولسي کارگرانو گوند مشر فانوس گوجر غونډې ته په خپله وينا کې ادعا وکړه چې پنجاب کې له پښتنو سره ظلم کېږي او پوليس او نورې ادارې يې په رڼا ورځ نيسي او بيايي.
ورځپاڼې د پښتون ژغورنې غورځنگ د يوه مشر علي وزير څرگندونې راخيستې چې وايي لاهور ته په دې موخه ورغلي و چې که کومه ناوړه پېښه وشي نو بيا څوک دا ونه وايي چې تاسو خو موږ ته راغلي نه وئ.
ورځپاڼه وايي پوليسو د سيمې امنيت نيولى و او او خلک يې پلټل چې له وسلو سره د غوندې ځاى ته ورنشي.
واشنگټن پوست:
واشنگټن پوست کابل کې د تذکرو د وېش مرکز کې پرونۍ چاودنې ته په اشاره ليکلي چې چاودنې د ټاکنو او نوم ليکنې د بهير خوندي کولو په تړاو پوښتنې را ولاړې کړي.
ورځپاڼه وايي د کابل په دشت برچي سيمه کې د چاودنۍ او ويجاړۍ سره سره د سيمې اوسېدونکو ويلي چې دوى به حتما" نوم ليکنه کوي او په ټاکنو به برخه اخلي، د سيمې د ځينو اوسېدونکو په وينا چې پرته له رايه ورکولو دوى بله لار نه لري.
هندوستان ټايمز:
هندوستان ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې سږکال په لومړي ځل له هنده څه د پاسه ١٣٠٠ ښځې له شرعي محرم پرته حج ته ځي.
د هند د لږکيو چارو وزير مختار احمد نقوي ورځپاڼې ته ويلي، د ښځينه حاجيانو لپاره ښځينه مرستندويانې مکې مکرمې ته استول کېږي چې د دغو ښځو لپاره هلته برابرې شوې اسانتياوې وڅاري او له هغوى سره مرسته وکړي.
ښځينه مرستندويانې هم په لومړي ځل د حج مراسمو لپاره لېږل کېږي.








