منظور: له کراچۍ د ولس او انصاف ښار جوړوو

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین کراچۍ ته پر لار یوه وېډیو کې وویل، له کراچۍ به د انصاف ښار جوړوي. هغه پر پښتنو غږ وکړ چې تکړه او بیدار اوسي:

"دا به د راو انوار ښار نه بلکې د ولس او انصاف ښار وي".

راو انوار هغه پولیس مشر دی چې تېر ژمی یې یو پښتون ځوان په ترهګرۍ تورن او وواژه.

د نقیب مسید له وژنې وروسته منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل کړ.

له اسلام اباد، کوټه، پېښور او لاهور ناستو وروسته منظور پښتین په کراچۍ کې د ناستې ژمنه وکړه.

نن (مې ۱۳مه) د غوڼدې په ټاکل شوي ځای کې ګڼ خلک ټول شوي او د منظور پښتین د وررسېدو په تمه دي.

منظور پښتین د شنبې پر ورځ د اسلام اباد هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر نه چې کراچۍ ته تلو هغه مهال بېرته ستون شو، چې د هوايي چلند شرکتونو ورته وویل، ټکټ یې کېنسل شوی دی.

منظور لاهور ته لاړ چې بله الوتکه کې کراچۍ ته لاړ شي، خو هلته هم د هوایي ‌‌‌‌‌‌ډګر سره څېرمه پر یوه امنیتي چیک پوست تر هغې درول شوی و چې الوتکه ترې لاړه.

منظور او ورسره دوه نور ملګرو په موټر کې روان شول خو لا تر وسه نه دي رسېدلي.

منظور د لارې نه یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي،‎ ځای پر ځای درول کېږي او تلو کې ورته د ریاست له خوا خنډونه جوړېږي.

هغه ولس ته پیغام کې ویلي، "که هر څه هم کېږي خو ولس دې پرامن وي ځکه موږ د ځپلو شويو خلکو اواز یو او پورته کوو به یې."

هغه په پیغام کې دا هم ویلي، زموږ ملګري دې زغم ډېر کړي، ځکه موږ له دغو خنډونو هېڅ نه وېرېږو.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د پښتنو د حقونو یوې فعالې نذرانه غفار پر ټویټر یوه وېډیو خپره کړې چې وايي، د سپینې ماڼۍ مخې ته د پښتنو ژغورنې غورځنګ د کراچۍ د ناستې په ملاتړ ګڼ کسان راغونډ شوي دي.

منظور پر فیسبوک یوه ژوندۍ وېډیو کې له خلکو د زغم غوښتنه وکړه:

"د کراچۍ په جبر ښار کې به نن ناسته وي، تاسو بیدار اوسئ موږ در رسېږو. که تاسو دا دهشت مات کړ ډېره ګټه به وکړئ".

"دوی نوره وېره هم خپره کړې، خو که تاسو یې ماته کړئ، بیا به دوی هېڅ وېره خپره نه کړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

منظور پښتین وايي، له لاهور تر رحیم یار خان یې اتلس ګړۍ مزل کړی دی، خو روان دی او کراچۍ ته به ځان رسوي.

نوموړي پر پولیسو تور پورې کړ چې ځای ځای یې لار ور بنده کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړي محسن داوړ پر یوه خپره شوي وي‌‌‌‌‌‌ډیو کې ویلې چې د کراچۍ جلسه به تر هغه پای ته نه رسي چې د غورځنګ مشر منظور پښتین رسېدلی او اولسې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته یې وینا نه وي کړې.

هلته پر کراچۍ کې د غونډې ځای ته د خلکو ورتلل پیل شوي چې نن پر څلور بجې به پیلېږي.

د انساني حقونو غبرګون

واشنګټن

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، واشنګټن کې د کراچۍ پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډې په ملاتړ ګڼ فعالان راغونډ شوي وو.

د سیند صوبايي حکومت پښتون ژغورنې غورځنګ ته سهراب ګوټ کې د غونډې اجازه ور کړې، خو پولیس وایي، دا غورځنګ باید باوري کړي چې غونډه به یې په امن وي.

تراوسه د منظور پښتین په مشرۍ د غورځنګ مختلفې غونډې په امن تېرې شوې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، کراچۍ کې د غونډې مخنیوي لپاره یې له ۱۲ ډېر غړي او ملاتړي نیول شوي دي.

له بلې خوا د پاکستان د انساني حکومت کمېسون وايي، سوله ییزې ناستې د پاکستان د ټولو وګړو قانوني حق دی.

"د پښتون ژغورنې غورځنګ خلاف د حکومت جبر یو ځل بیا زیات شوی او د اندېښنې خبره ده".

دا کمېسیون زیاتوي، که له دې حقیقت سترګې نه پټېږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې ناستې امن وي، نو دا ویلی شي چې چارواکي بې ځایه زور کاروي، هیڅ اړتیا یې نشته.