وزیرستان کې د پاکستاني پوځي لومړنۍ او وروستۍ جګړه

د عکس سرچینه، ISPR
دویم بریدمن عبدالمعید د روان کال اکتوبر میاشت کې د پاکستان پوځي اکېډمۍ کې روزنه بشپړه کړه.
سملاسي په شمالي وزیرستان کې وګومارل شو.
دا یې د مسلکي ژوند لومړنۍ ګومارنه وه، خو لا یې ډېر وخت وتلی نه و، چې همدلته یې لومړنۍ او وروستۍ جګړه هم وکړه.
دی تېره ورځ هغه مهال ووژل شو چې له احمدخېل کلي د علي خېل په لور پوځي کاروان روان و او د وسلوالو له برید سره مخ شو.
له نوموړي سره یو بل ۲۱ کلن سرتېري بشارت درې کاله مخکې پوځ کې دنده موندلې وه.
له دوی سره دوه نور سرتېري ټپيان شوي دي.
پېښور او شمالي وزیرستان کې دا په دوو اونیو کې پر پوځ څلورم برید دی چې پکې له اتلسو ډېر سرتېري وژل شوي دي.
بریالي عملیات او روان بریدونه

د عکس سرچینه، AFP
شمالي وزیرستان کې د پاکستان ضرب عضب عملیات بریالي بلل کېږي او پوځ وايي، بشپړ شوي، خو بیا هم پر امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي.
څو ورځې مخکې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې هم پر امنیتي ځواکونو برید وشو چې شپږ کسان پکې ووژل او اته نور ټپیان شول.
خو دا یواځني ځوان سرتېري نه دي تېر سپټمبر د خیبر په راجګال کې هم ۲۲ کلن بریدمن ارسلان عالم ووژل شو.
په تېر اکتوبر کې د سوېلي وزیرستان رزمک کې درې سرتېري وژل شوي وو او نومبر کې هم دوه سرتېري وژل شوي.
بلوچستان کې ورته حال

د عکس سرچینه، ISPR
دا لړۍ همداسې روانه او پر قبایلي سیمه سربېره بلوچستان کې هم د امنیتي ځواکونو پرضد بریدونه ډېر شوي، چې تر ډېره یې ګاډي په نښه کېږي.
په سپتمبر کې بلوچستان کې د پوځ پر کاروان برید وشو چې د یو ډګروال په ګډون پکې درې سرتېري ووژل شول او وروسته نهه ملېشه سرتېري هم ووژل شول.
خو وزیرستان کې وروستي برید ته په غبرګون کې د پوځ لوی درستیز قمر باجوه وايي، چې ازادي وړیا نه ترلاسه کېږي، بیه یې بچیان ور کوي.
د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور په خواله رسنیود باجوه ټویټ شریک کړی دی: زه خپلو سهیدانو ته سلام کوم.








