''وزیرستان کې پر موسیقۍ او اتڼ بندیز''

اتڼ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په لیک کې هغه کس قومي مجرم بلل شوی، چې له دغه بندیزه سر غړوونه کوي.
    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د سویلي وزیرستان مرکز واڼه کې داسې لیکونه وېشل شوي، چې په کې په ودونو کې پر موسیقۍ د بندیز ویل شوي دی. ویل کېږي دغه لیکونه د سیمې جوماتونو کې هم وېشل شوي، چې په کې پر اتڼ او موسیقۍ د بندیز یادونه شوې.

له سیمې راغلي رپوټونه وايي د دې هدف لپاره د سیمې یو شمېر دیني عالمانو او مخورو یوه غونډه هم کړې او په وینا یې د سیمې خلکو د دغه بندیز غوښتنه کوله. په لیک کې دا هم ویل شوي، چې ښځې به له محرم نارینه پرته د درملنې لپاره له کوره نه وځي.

په لیک کې هغه کس قومي مجرم بلل شوی، چې له دغه بندیزه سر غړوونه کوي. د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي د لیک له وېش وروسته سیمه کې د سې ډې ګانو او د موبایلونو پلور هټۍ تړل شوې دي.

پاکستاني پوځیانو ۲۰۰۹ په سویلي وزیرستان کې او شمالي وزیرستان کې او په ۲۰۱۴ کال کې پوځي عملیات کړي او د دغو عملیاتو پایله کې سلګونه زره خلک له خپل کور کلي تښتېدلي وو او اوس چارواکي وايي، چې د دغو کډوالو بېرته ستنېدو بهیر بشپړ شوی دی.

د پوځي عملیاتو پر مهال د دغه ډول بندیزونو په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو اوس یو ځل بیا دغسې بندیزونه لګول کېږي.