تېر اختر کې د پښتونخوا سوات ته له "یو میلیون ډېر" سیلانیان تللي

- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
د پښتونخوا سيلي سيمه سوات کې د امن په راتلو سره سيلانيانو بیا سوات ته مخه کړې.
د حکومتي چارواکو په خبره، يواځې په تير کوچنې اختر کې له "يو ميليون ډېر" سيلانيان سوات ته تللي، چې ور سره د هوټلونو صنعت وده کړې ده.
په پاکستان کې جون، جولای او اګست د سختې ګرمۍ مياشتې دي.
په دې مياشتو کې د هېواد د مختلفو برخو ډېر شمير خلک د يخې هوا او سيل لپاره سوات ته ځي.
سيلانيانو د سوات، په مهو ډنډ، ملم جبه او کالام کې خيمې لګولې وي او رنګارنګي یې د خيمو کلي انځور ور کوي.
پر ۲۰۰۹ د مولا فضل الله په مشرۍ طالبانو د سوات په مرکز قبضه وکړه چې له کبله یې سلګونه زره خلک د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شول.

سوات درې د سيل له پلوه د شهرت لرلو له امله ملي یا قومي خزانې ته هم ستره مالې ګټه رسوله.
خو وسلوالو بريدونو کې دغلته د پې ټې ډې سې په رنګ يو شمير هوټلونه هم ویجاړ شول او تراوسه هم ځينې هوټلونه نه دي رغول شوي.
پر ۲۰۱۰ سيلاونو هم د سوات هوټلونو او سرکونو ته سخت زيان رسولی و چې له کبله یې سيلانيانو سوات ته د تګ زړه نه ښه کاو.
خو له پرلپسې پوځي عملياتو وروسته پوځ سوات دره له وسلوالو پاکه کړه او د سيمې کنټرول یې ځايي چارواکو ته وسپاره.
د کاروبار ۷۰ سلنه ښه کېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوات د سوداګرو ټولنې مشر عبدالرحيم بي بي سي ته وويل په سوات کې د ټیکاو په راتلو سره کاروبار اویا سلنه زیات شوی.
"مونږ د کاروبار د ودې اندازه داسې لګوو چې مونږ اوس په بازارنو کې د سلګونو زرو روپیو پيرو پلور کوو".
دوی سوات ته سوداګريز توکي له پنجاب او سیند ايالتونو راوړي او وايي، چې اوس یې هلته د سودګرو باور خپل کړی او د لږو پيسو په ور کولو او ټليفون کولو سره له دغو ایالتونو دوی ته سوداګريز توکي وليږل شي.
عبدالرحيم وايي، پخوا چې به یې د پنجاب او سیند د لویو سوداګرو په بينک اکاونټ کې پوره پيسې نه وې جمع کړې هغوی به پرې باور نه کاو او مالونه به یې ورته نه لېږل.
سوات کې د هوټلونو صنعت

د سوات په زړه پورې هوټلونه نه يواځې د سيلانيانو لپاره زړه راښکون لري او د هغوی پام ور اوړي، بلکې دغه هوټلونه اوس په يوصنعت اوښتي.
د سوات د هوټلونو ټولنې مشر زاهد بي بي سي ته وويل، پخوا به لوی شمېر بهرني سيلانيان هم سوات ته د سيل لپاره ور تلل خو اوس ویجاړ سرکونه او په لار کې ګڼ شمېر امنيتې پوستې سوات ته د سيلانيانو د تګ خنډونه دي:
"سوات کې به د سيلانيانو شمير نور هم زيات وو خو سوات ته تلل داسې دي لکه يو پاکستانی چې انډيا ته داخلېږي".
نوموړی زياتوي، د ملاکنډ ايجنسۍ له درګۍ سيمې امنيتي پوستې پيل شوې او د سوات په مختلفو ځايونو لکه لنډاکي، منګوره، بحرين او خوازه خيله کې په څو کلوميټره واټن سره دا امنيتي پوستې دي.
"په هر پوسته د ور تلونکي کس تذکره يا شناختي کارټ کتل کېږي او د هغه راجسټريشن کيږي په داسې حالاتو کې به څنګه سيلانيان سوات ته تګ وغواړي".
د سیلي سیمو پرمختګ ته پاملرنه

د سوات ځايي خبريال شېرين زاده بي بي سي ته وويل حکومت سوات کې امن په ځای کړی خو د سيلي سیمو پرمختګ ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.
هغه زياتوي، وسلوالو ډلو ته د سواتي ځوانانو د ورتلو يوه لويه وجه بېکاري وه او دغه اندېښنه اوس هم شته.
د شېرین زاده په خبره: "که حکومت سوات ته د هېواد د نورو سيلاني سیمو په رنګ توجه وکړي نو دلته به د سیل صنعت وده ومومي، خلک به په روزګار شې او وسلوالو ډلو کې د ځوانانو د شامليدو اندېښنه به کمه شي".
د سوات د هوټلونو مالکانو له صوبايي او مرکزي حکومتونو غوښتي چې د هېواد د نورو سيلي سیمو په رنګ د سوات پرمختګ ته هم خصوصي توجه وکړي چې د پخوا په رنګ بهرني سيلانيان يو ځل بيا سوات ته ور مات شي.










