سوات کې د 'مرګ کوهي' نهر ۲۶ ماشومان وژلي

د مرګ کوهی نهر
    • Author, رحمن الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د خیبر پښتونخوا د سوات کبل ولسوالۍ په بره بانډه کې داسې نهر دی، چې د 'مرګ کوهي' په نوم شهرت لري.

په دې نهر کې تر اوسه شپږ ویشت ماشومان ډوب شوي، خو د نور خطر د مخنیوي لپاره حکومت لا نه دی لاس په کار شوی.

دغه نهر، چې د سوات له 'نینګولي' سیمې سره راوتلی او له برې بانډې سیمې تېرېږوي، تر شموزي سیمې پورې غځېدلی دی.

د کبل ولسوالۍ په بره بانډه سیمه کې دا نهر په ځمکه کې دوه کیلومتره تللی، چې د ماشومانو د ډوبېدو اصلي لامل همدا ګڼل کېږي.

د برې بانډې سیمې پخواني ناظم علي شیر میان بي بي سي ته وویل، د نهر پر څنډه دوه دولتي او یو خصوصي ښوونځی هم دی. دی وايي، په دې نهر کې تر اوسه شپږ ویشت ماشومان ډوب شوي او مړه شوي دي.

د برې بانډې یو اوسېدونکی تاج محمد یو له هغو اغېزمنو دی، چې په نهر کې یې ماشومان ډوب شوي.

علي شیر میان
د عکس تشریح، د برې بانډې سیمې پخواني ناظم علي شیر میان بي بي سي ته وویل، د نهر پر څنډه دوه دولتي او یو خصوصي ښوونځی هم دی.

ده بي بي سي ته وویل، ماسپښین و، چې دوه ماشومان یې له کوره بهر و، کله چې دوی له خوبه راویښ شول، ماشومان تري تم شوي وو.

دی وايي، لومړی یې فکر کاوه چې د باندې به له نورو ماشومانو سره لوبې کوي، خو وروسته پوه شو چې د نهر اوبو یې ماشومانو ډوب کړي.

میان ګل جان بیا برې بانډې ته د خپلواکو کره راغلی و، چې لور یې د مرګ ګوهي خوراک شوه.

اته کلن حبیب الله د همدغه نهر د اوبو خوراک شوی
د عکس تشریح، اته کلن حبیب الله د همدغه نهر د اوبو خوراک شوی

دی له حکومته غواړي چې د نهر غاړې ته حفاظتي چارې پیل کړي، یا پرې دېوال راتاو کړي او د سیمې د نورو ماشومانو د مرګ مخه ونیسي.

د برې بانډې کونسلر عبدالرحمن بي بي سي ته وویل، جګپوړو حکومتي چارواکو ته یې د نهر د حفاظتي دېوالونو لپاره غوښتنلیک استولی، خو تراوسه یې غوښتنه جدي نه ده نیول شوې.