د ښکلي سوات د ګرانبيه کاڼو حال
د خیبر پښتونخوا سوات کې د زمرتو قيمتي کاڼو زېرمې د نړۍ له مشهورو کانونو شمېرل کېږي.
خو له کلونو راهيسې د چارواکو د نه پاملرنې او نا امنۍ له امله له يې له دغو زېرمو د يادونې وړ ګټه نه ده اخيستل شوې.
له نړيوالو معيارونو سره سم دغه کانونه د سوات مرکزي ښار مينګورې سره نژدې دي.
د بي بي سي رفعت الله اورکزۍ دغو کانونو ته ورغلی او دا راپور يې را استولی دی.