
ماډونا يوه سندره ۱۴ کلنۍ ملالې ته ډالۍ کړه.
د امريکا يوې وتلې سندرغاړې ماډونا په لاس انجلس کې په يو کنسرټ کې د سوات د ملالې يوسفزۍ ستاېنه کړې چې د طالب اورپکو په يوه بريد کې ټپي شوې ده.
ماډونا يوه سندره ۱۴ کلنۍ ملالې ته ډالۍ کړه.
امريکايۍ وېبپاڼې هالي ووډ رپورټر ويلي، مډونا وويل: "کله چې يې پر ملالې د بريد وا ورېدل نو و يې ژړل".
د "هيومن نېچر" په نوم د سندرۍ ويلو وړاندې ماډونا وويل: " ملالې دا سندره ستا لپاره ده.
مډونا په خپل بدن هم د "ملاله" نوم ليکلى و.
وېبپاڼه وايي مډونا مينه والو ته وويل "پوهېږى چې پر ملالې برېد څومره ناولى کار دى؟"
له سندرۍ وروسته ٥٤ کلنې مډونا په ځغرده وويل: " د تعليم ملاتړ وکړئ، د ښځو ملاتړ وکړئ."
مينه والو هم ورته ډېر په ولولو ځواب ورکړ.
مډونا پخوا هم په دې ډول موضوگانو خپل احساسات څرگند کړي دي.
ويل کيږي چې د کنسرت وروسته د مډونا خبرو پر خلکو دومره اغېز کړی و چې د خوالۀ رسنیو باندې يې خپل احساست شریک کړل.
ملاله يوسفزۍ د سې شنبې ورځ (اکتوبر/نهمه) د وسله والو په ډزو کې ټپي شوه او تحريک طالبان پاکستان يې پړه پر غاړه واخیسته.






















