
د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ د ملالې بریدګر په افغانستان او پاکستان کې د زده کړو دښمنان وبلل
په افغانستان کې د ښوونځي ميليونونو ماشومانو د سولې د فعالې ملالې يوسفزۍ د روغتيا لپاره ځانګړې دعاګانې وکړې.
تېره ورځ د پاکستان په ښوونځيو، جوماتونو او دفترونو کې د ملالې لپاره دعاوې وشوې.
ملاله د سې شنبې په ورځ وسله والو طالبانو په سوات کې په سر وويشته چې اوس د درملنې په موخه د راولپنډۍ په پوځي روغتون کې ده.
د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردګ د ملالې بریدګر په افغانستان او پاکستان کې د زده کړو دښمنان وبلل:
''زه دا بريد پر يوه انسان نه بولم. زه دا بريد د معارف په سپيڅلي حريم بولم. زه د معارف له سپېڅلي حريمه ننګه کوم. زه دا پر انسانيت بريد بولم.
زه دا پر اسلاميت بريد بولم او زه دا پر هغو مرکزونو بريد بولم چې هلته خدای ج په کې پېژندل کېږي او خپل ځان په کې موندل کېږي.''
ملاله يوسفزۍ څو ورځې وړاندې هغه مهال، چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه د سوات په مرکز مینګوره کې د وسله والو له خوا وويشتل شوه.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دغه کار د دۀ په وينا د پوهنې، سولې، ثبات او پرمختګ د غلیمانو کرغېړن عمل وګاڼه.
پر ملالې بريد د ټولې نړۍ په کچه وغندل شو.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دغه کار د دۀ په وينا د پوهنې، سولې، ثبات او پرمختګ د غلیمانو کرغېړن عمل وګاڼه.
ملاله یوسفزۍ د درملنې لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه ښارګوټي راولپنډۍ ته لېږدول شوې ده.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني هم د ملالې د پوښتنې لپاره پوځې روغتون ورغلی و.
پاکستان کې نژدې ټولو سياسي ګوندونو مشرانو په ملالې بريد په سختو ټکو کې غندلی دی او د حکومت نه يې د برید ګرو د نیولو غوښتنه کړې ده.












