
پاکستان کې نژدې ټولو سياسي ګوندونو په ملالې بريد په سختو ټکو کې غندلی دی
ملاله یوسفزۍ د درملنې لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه ښارګوټي راولپنډۍ ته لېږدول شوې ده.
د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو د شعبې (ای ایس پي ار )د چارواکو په خبره دا مهال د پاکستاني پوځ په روغتون کې د ملالې درملنه کیږي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د وسله والو طالبانو له خوا پر ملاله یوسفزۍ وسله وال برید غندلی او له خپل پاکستاني سیال سره يې په ټیلیفوني خبرو کې خپله اندېښنه څرګنده کړې.
له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا ایالت ګورنر مسعود کوثر د پنجشبې په پېښور کې خبریالانو ته وویل، چې د ملالې روغتیايي حالت اوس هم اندېښمنونکی دی. ګورنر دا هم وویل، چې بهر ته د هغې د لېږدولو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.
له دې مخکې له اې ایف پی خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د ملالې تره سعید رمضان ویلي و، چې ډاکټرانو ورته له عملیاتو وروسته د ملالې د ښه روغتیايي حالت په اړه ډاډ ورکړی. د ده په خبره ډاکټرانو ورته ویلي و، چې ملالې لږ حرکت هم کړی، خو اوس هم بې هوښه ده.
دپاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وايي له جراحي عملیاتو وروسته به ملاله تر دوو ورځو پورې بې هوښه ساتل کیږي، چې دماغ ته يي زیان ونه رسیږي. د نوموړي په خبره په داسې حالت کې هرڅه ممکن دي.
بل لور ته د امریکا متحده ایالاتو د ملالې د درملنې لپاره د مرستې وړاندیزکړی. امریکايي چارواکو ویلي که له پاکستانه بهر ته د ملالې د لېږدولو لپاره په طبي الاتو سمبال الوتکې(ایرامبولانس) ته اړتیاوي، نو متحده ایالات چمتو دي، چې دغه ډول الوتکه پاکستان ته ولیږي.
خو د نوموړې پلار ضياالدین یوسفزي بې بې سې ته وویل چې ډاکټرانو اوس مهال د ملالې بهر تو وړل منع کړي دي.
ښاغلي یوسفزي زیاته کړه راتلونکې ۴۰ ساعتونه یې د لور د روغیتا او ژوند لپاره ډېر مهم دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني هم د چارشنبې په ورځ د ملالې د پوښتنې لپاره د پېښور پوځې روغتون راغلی و.
سوات او اوسیدونکي
په ملالې د وسلوالو بريد د سيلانۍ سېمې سوات اوسېدونکي ډېر خواشینې کړي دي. دوی دغه برید په سختو ټکو وغنده او وايي دا د امنیتي ادارو ناکامي ده.
مينګوره ښار کې د ملالې یو ګاوڼدی محمود رفېق بابو بي بي سي ته وويل د استخباراتي ادارو چارواکو به د ملالې پلار ضياالدين یوسفزي ته ویل چې د لور ژوند دې په خطر کې دی خو دوی بیا هم د هغې د امنیت لپاره هیڅ ونه کړل.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په پېښور کې خبریالانو ته وویل چې د ملالې پلار په خپله درې وارې د چارواکو له خوا د هغوی د امنیت واړندېز رد کړی دی.
نوموړي زیاته کړه په ۱۴ کلنې ملالې د برید ګرو بشپړ معلومات یې تر لاسه کړي او بریدګر به ډیر ژر ونيول شي.
څوارلس کلنه ملاله چې د امن سفېره هم ده په سوات کې د ماشومانو اسمبلۍ مشره ده. د سوات يو زده کونکي تحسين محمود چې د دې اسمبلۍ غړی هم دی وايي ملاله یوه تکړه زدکوونکې وه.
د سولې جایزې ګټونکې ۱۴ کلنې ملالې باندې برید

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ښوونځي پر یوه ګاډي ډزې شوي، چې په کې د سولې جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ او یوه بله نجلۍ ټپیانې شوې.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
فضل خالق چې د سوات په خوشحال پبلک سکول کې د ملالې د انګلیسي ژبې ښوونکی دی وايي ملاله یوه ډېره ذهينه زده کونکې ده، هغې د ښوونځي په هره برخه کې ونډه اخیسته، که هغه د لوبو ډګر و، د رسنیو سره خبرې او یا هم په ښوونځي کې د ویناو یا تقريرونو مراسم وو.
ملالې چې د بې بې سې لپاره یې د ګل مکۍ په مستعار نوم سره یاد داښتونه ليکل د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۹مه) په سوات کې د پاکستاني طالبانو له خوا په بريد کې د دوو نورو ملګرو سره ټپۍ شوه.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني هم د ملالې د پوښتنې لپاره پوځې روغتون ورغلی و.
پاکستان کې نژدې ټولو سياسي ګوندونو مشرانو په ملالې بريد په سختو ټکو کې غندلی دی او د حکومت نه يې د برید ګرو د نیولو غوښتنه کړې ده.












