
په ۲۰۰۹ کې چې طالبان د سوات واکوال شول نو ملاله ۱۱ کلنه وه.
يوځل بیا په پښتونخوا د تورتم داسې ورېځې راغلې چې ټوله نړۍ يې په غم کړه.
د پښتون ولس ښکلې ډیوه ملاله يوسفزۍ چې د پښتون آمن فعاله وه. په هغې ماشومې د مرګ په تکل برید وشو او په ډزو کې ملاله ټپي شوه.
خبرونه وايي چې د ملالې ژوند له خطر نه بهر دی او که خېر وي ډېر ژر به شفا و مومي.
په ۲۰۰۹ کې چې طالبان د سوات واکوال شول نو ملاله ۱۱ کلنه وه.
ملالې د تورتم وختونو کې بي بي سي اردو باندې د طالبانو د واکوالۍ لاندې، په سوات کې د ژوند ستونزې ټولې نړۍ ته وړاندې کړې.
ملالې دا لیک د ګل مکۍ په نامه لیکه، چې کله دا خبر څرګنده شوه چې د ګل مکۍ نوم ملاله دی نو که له يوې خوا ډېرو خلک د هغې دې زړوروالي ته خوشال شول، حوکمتي آدارو ورته مډال ورکړ او ملالې د خلکو په زړونو کې ځای وموند نو بلې لوري ته د طالبانو په نظر کې هم څرګنده شوه او د هغې له ژوند سره يې د خپلوانو ژوند هم په خطر کې شو.
د ملالې د بدلون او د آمن د غوښتنې ځواب په کارتوسو ورکړ شو.
د ملالې په ژوند برید زه نه صرف هېښ پاتې کړم، خو یو تپوس چې زما په ګډون نور خلک لري دا دى چې ولې یوه وړه ماشومه هم د طالبانو لپاره خطره وګرځېده؟
طالبان، جمهوریت او د ښځو په حقونو کې د برابرۍ دښمنان خو د وخت سره وو، اوس ماشومانې نجونې هم وژني!
د تحریک طالبان ویناوال احسان الله احسان خپل بیان کې ویلي چې طالبانو ګڼلي دي چې ملاله د لوېدیځ پلوي کوي او د طالبانو مخالفت او اوباما يې ایډیال ګڼلى چې د دوى لپاره یو جرم دی او سزا يې د مرگ ده.
طالبان په دې خبره ښه پوهیږي چې هغوى تش مرګ او د ټوپک په واک خپل ځان وړاندې کولی شي.
د دوی په زړونو کې دومره وېره ګډه شوې چې اوس د بې وسلو خلکو، ښځو او ماشومانو تر منځ هم توپیر نه شي کولی.
هر چا نه وېريږي او هرڅوک وژني.
مرګ آسان کار دی ځکه يې کوي او ښه پوهيږي چې د مرګ د جرم نه وروسته د تېښتې لارې ډېرې دي او غچ اخیستونکي يې نشته.
ملاله د پښتون ولس یو لمر دی. کوم لیوني چې دا ګڼل چې په پښتونخوا به دا رڼا په تورتم بدله کړي، د ژوند د حقیقت نه بې خبره دي او د دې رڼا له لاسه به خپله ړنديږي.














