زه سمر يوسفزۍ يم. په کانادا کې اوسېږم. هيله مې دا ده چې د انځورگرۍ له لارې د پښتنو د ژوند په باب د خلکو پوهاوى ډېر کړم. په انځورگرۍ کې مې د مخ پنځول تر ټولو ډېر خوښ دي چې پنسل په کې کاروم. زۀ گومان کوم چې تور او سپين رنگ زما انځورونه له معماو ډکوي او پر ليدونکو لا ژور اغېز پرې باسي. د رنگه انځورونو لپاره اوبلن رنگ هم کاروم. زما ډېر انځورونه پښتانه او په ځانگړي ډول ښځې او ماشومان ښيي. زما هڅه دا ده چې د دوى ښکلا او د دوى کړېدلى ژوند انځور کړم. دلته مې ځينې انځورونه وينئ.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .