'وزیرستان کې چارواکو بهر ته د ځنغوزو پر لېږد بندیز لګولی'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د سویلي وزیرستان سوداګر وايي، سیمه ییز چارواکي يې د دغې سیمې ځنغوزی بهر ته نه پرېږدي او په زنغوزو بار لارۍ يې په شپو شپو په تنايي سیمه کې درولي وي.
د سیمې خلک پر سیمه ييزو چارواکو تور پورې کوي، چې هغوی فشار پرې اچولی، چې دا ځنغوزي د بهر پر ځای هملته په هغو خلکو وپلوري، چې دوی ورښوولي.
د واڼه سیمې سوداګرو په خبره نه یوازې د کرښې دې غاړې ځنغوزي، بلکې د افغانستان لخوا هم ځنغوزي د انګور اډې له لارې واڼه ته راوړل کېږي، چې بیا يې د پاکستان پنجاب او ان تر چين او نورو هېوادونو وړي.
د قابل وزیر په نامه د یادې سیمې یوه سوداګر له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د همدې سیمې پوليټيکل چارواکو پرې فشار اچولی، چې دغه ځنغوزي دې هملته په سړو ساتنځایونو کې خوندي کړي او یا دي يې پر هغو کسانو هملته وپلوري، چې دوی ورته ورښوولي.
ښاغلی وزیر زیاتوي، هغه کسان چې د ځايي چارواکو لخوا ورته ښوول شوي، تر مارکېټ ورڅخه دغه ځنغوزي څو برابره په کمه بیه پېرل غواړي، چې د ده په خبره د سیمې له وګړیو سره سراسر ظلم دی.
خو د یادې سیمې پولیټيکل ایجنټ ظفرالاسلام خټک له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، وړمه ورځ يې د سیمې له خلکو سره جرګه کړې او دغه ستونزه هواره شوې ده.
د ښاغلي خټک په خبره دوی هملته ددې ځنغوزو لپاره دوکانونه، سړې خونې، ګودامونه او نورې اسانتیاوې جوړې کړې دي او د جرګې له پرېکړې سره سم ځايي سوداګر باید دغه ځنغوزي هملته وساتي.
خو د دې په ځواب کې بیا هم ځايي خلکو بي بي سي ته وویل، یاد چارواکی چې د کومې کامیابې جرګې یادوونه کوي، وړمه ورځ د ځايي مشر خانزاده وزیر په مشرۍ کې همدې چارواکي ته ورغلې وه، خو دوی ونه منله.
د سیمې سوداګر وايي، چارواکو دوې شپې او دوې ورځې په تنايي سیمې کې له لسو تر پنځلسو پورې په ځنغوزو بار لارۍ درولې وې، چې پرون دوشنبه يې نور پرېښودل او دوې لارۍ لاهم هملته ولاړې دي او بهر ته د تلو اجازه نه ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا سوداګر وايي، ځنغوزي چې په لاریو کې بار وي او یوه ورځ ودرول شي، د وچېدو له امله یې په یوه ګاډي کې له اووه سوه تر اته سوه کیلوګرامه پورې وزن کمېږي، خو ځايي چارواکي يې بیاهم نه پرېږدي.
ځنغوزي چې طبیعي وچه مېوه ده او د سویلي او شمالي وزیرستان په شمول پکتیا، پکتیکا او ږوب سیمو په ځنګلونو کې کېږي.








