روسي پوځي پلاوي شمالي وزیرستان کې څه کول؟

د عکس سرچینه، iSPR/DAWN
ډان
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان له وزیرستانه د یوه روسي پوځي پلاوي د لیدنې په اړه یو رپوټ خپور کړی او په کې ویل شوي چې دغه پلاوي د پاکستاني پوځيانو په ملتیا د شمالي وزیرستان له میرانشاه او د سوېلي وزیرستان له واڼه څخه لیدنه وکړه.
ورځپاڼه زیاتوي د پلاوي مشري د روسیې د لوی درستیز مرستیال اسراکوف سرګې یورفیچ کوله.
ورځپاڼې د پاکستاني پوځ د خبرپاڼې په حواله رپوټ ویلي چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د تازه اقداماتو په اړه روسي پلاوي ته معلومات ورکړل شول.
د یادولو ده چې د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره روسي پوځیان پاکستان ته راغلل او په ګډ پوځي تمرین کې برخه واخیسته.
ایکسپریس ټریبیون
بلې پاکستانې ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون په دې اړه لیکلي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې شوې او غواړي د سړې جګړې پرمهال د اړیکو وضعیت هېر کړي.

د عکس سرچینه، DG ISPR Twitter
ورځپاڼه زیاتوي چې د دواړو هېواونو د همکاریو محور په سیمه کې ثبات او د اسلامي دولت ډلې اړوند اندیښنې دي.
ده هیندو
هندۍ ورځپاڼې ده هیندو د افغانستان په ګاونډ تاجکستان کې د روسي هوايي ځواکونو د یوه تمرین په اړه یوه راپور کې لیکلي چې په دغه تمرین کې د روسیې ټي یو ۹۵ او ټي یو ۲۲ایم ۳ لرې واټن بمب غورځوونکي الوتکې کارول شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دغو تمریناتو څلور ورځې دوام درلود. د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویل شوي چې په دغې پوځي تمریناتو کې جیټ الوتکې او جنګي چورلکې هم کارول شوي دي.
نیویارک ټایمز

د عکس سرچینه، AFP
امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په افغانستان کې د روسیې د رول په اړه وايي چې دغه هېواد د افغانستان مسئلې ته د لویدیځ پر تله په بل نظر ګوري، روسیه په افغانستان کې د امریکې فعالیتونو ته د شک په سترګه ګوري، ورځپاڼې اوسني حالت ته د نولسمې پيړۍ له وضعیت سره تړاو ورکړی کله چې روسیې او بریتانیا افغانستان او شاوخوا سیمې ونیولې، ځکه دغه سیمې منځني ختیځ ته د رسیدو لاره وه.
ورځپاڼه زیاتوي چې روسیه طالبانو ته د یوه نړیوال جهادي خطر په توګه نه بلکې له اسلامي دولت ډلې سره په جګړه کې د یوه ګډونوال په سترګه ګوري هغه ډله چې غواړي په افغانستان کې ځانته د پښې ځای پیدا کړي.
انډین ایکسپریس
انډین ایکسپریس ورځپاڼې په کرېکټ په برخه کې د افغانستان د وروستیو بریاوو په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې کرېکټ په افغانستان کې د بدلون یوه وسیله ده.
ورځپاڼه زیاتوي چې افغانستان له ۲۰۱۱ کال وړاندې په یوه ورځنیو نړیوالو سیالیو کې برخه نه لرله، خو له دغه کال را په دېخوا د ډیرو افغان ماشومانو د لوبو سامان له ټوپکو په بیټ او بال بدل شوي او د نړیوالو رسنیو پام یې ځانته ور اړولی.

د عکس سرچینه، AFGHANISTAN CRICKET BOARD
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي چې د ملي امنیت په چارو کې د ډونلډ ټرمپ مخکني سلاکار مایکل فلین ته وړاندیز شوی د کانګرس له هغې کمېټې سره د قضايي مصؤونیت د ضمانت په بدل کې مرسته وکړي چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د احتمالي لاس وهنې په تړاو څېړنې کوي.
ورځپاڼه زیاتوي چې له دې معاملې خبرو کسانو ویلي چې دغې معاملې ته د شک په سترګه کتل کیږي. ښاغلی فلین د ټاکنیز کمپاین پرمهال له روسي چارواکو سره د اړیکو د ادعاو له امله له خپلې دندې لاس په سر شو.








