پېښور: د کور لګښت موندلو لپاره له فېسبوک نه ګټه اخیستل کېږي

د پېښور اوسېدونکې صایمه د کور پخلنځي کې چمتو شوي خواړه پلوري
د عکس تشریح، د پېښور اوسېدونکې صایمه د کور پخلنځي کې چمتو شوي خواړه پلوري
    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي

د پېښور یو شمېر مېرمنو د کور لګښت پوره کولو لپاره خپل پخلنځی د عاید پر سرچینه بدل کړی دی.

دوی د مشتریانو موندلو لپاره بیا له خواله رسنیو او په ځانګړې توګه له فېسبوکه کار اخلي.

صایمه د دغه ښار یوه مېرمن ده، چې د لیډي ریډینګ روغتون یوې ډاکټرې ته مې د کباب پخولو په حال کې ولیده. صایمه د کور پخلنځي کې خواړه چمتو کوي او د سوداګرې په توګه یې پلوري.

هغه وايي:

''لومړی ځل مې د ۶۰۰ روپیو خواړه له بازاره راوړل. وارخطا وم، چې مشتریان به وموندل شي که نه، خو اوس ماشاالله که میاشت وروسته نه وي، دوې میاشتې وروسته له ۱۰ تر ۱۵ زرو روپیو پورې په خوړو ورکوم او ټول پلورل کېږي.

خیبر پښتونخوا کې د فېسبوک له لارې د دغه کاروبار ځوان مشتریان په ډېرېدو دي او د خوړو پلورونکي ۷۰ سلنه ښځې د خپلو کورونو پخلنځي کې دغه خواړه چمتو کوي.

صایمه وايي، ځکه خوشحاله ده چې د عاید لپاره له کوره وتلو ته مجبوره نه ده
د عکس تشریح، صایمه وايي، ځکه خوشحاله ده چې د عاید لپاره له کوره وتلو ته مجبوره نه ده

ویل کېږي پاتې ۳۰ سلنه محصلانې دي، چې له دې لارې عاید مومي. پېښور کې داسې پنځوس پخلنځي شته چې په سوداګریزه توګه خواړه چمتو کوي او ویل کېږي له ۲۰ تر ۳۰ یې فعال دي.

د شخصي پخلنځیو کې دغه چمتو شوي خواړه تر دا وروستیو پورې د ښار خوراکي توکو لویو پلورنځیو کې هم موندل کېدل، خو د چارواکو په وینا له ټاکل شویو معیارونو سره برابر نه وو، ځکه پرې بندیز ولګول شو. اوس له غوښتنې وروسته کورونو ته استول کېږي.

د ښار دوو ځوانانو یوه وېبپاڼه چمتو کړې، چې په کې د دغو پخلنځیو نوملړ او په اړه یې معلومات خپاره شوي دي.

وېب ډېولپر محمد اعجاز وايي، د کورني پخلنځیو څښتنان نه پوهېږي ولې ګټه یا زیان کوي.
د عکس تشریح، وېب ډېولپر محمد اعجاز وايي، د کورني پخلنځیو څښتنان نه پوهېږي ولې ګټه یا زیان کوي.

د ویب ډیولپرز همغږۍ ټولنې محمد اعجاز بي بي سي ته وویل:

''پر فېسبوک زموږ موضوع یوازې له مشتریانو غوښتنې تر لاسه کول نه دي، بلکې موږ د راتلونکي اړتیاوو ته په کتو سره رستورانونو کې د میز ځانګړي کولو پر لور روان یو. دلته به کورنیو پخلنځیو ته د هغوی رپوټ ورکول کېږي. د کورنیو پخلنځیو لویه ننګونه دا ده، چې دوی نه پوهېږي چې ولې زیان او یا ګټه کوي. ''

د پېښور صایمه ځکه له دغه کاروباره خوښه ده، چې وايي له کوره وتلو ته اړه نه ده. دا نه یوازې د ماشومانو زده کړو او خپل کور ته پام کوي، بلکې له دې لارې عاید هم تر لاسه کوي.