۱۰۰ ښځې: د بودا کور کې د مېرمن سکینه پخلنځی

- Author, کاوون خموش
- دنده, بي بي سي کابل
افغانستان کې د ښځو پياوړتیا او هغوی ته د کارموندنې د فرصتونو برابرولو هڅو ترڅنګ اوس په بامیان کې ښځې د رستورانټ په کارو بار کې هم د پام وړ ونډه لري.
په بامیان کې لږ تر لږه داسې دوه رسټورانونه دي، چې ټول کارونه یې د ښځو او نجونو له خوا پرمخ بیول کېږي.
د بامیانو ولایت په هغو پخوانیو مغازو کې چې یو وخت د بودا بتان پکې ولاړ وو، اوس یوې الماني موسسې ' HELP 'د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ادارې په مرسته د ګرځندوی یوه ټولنه جوړه کړې، چې یوه برخه یې د بودا کېفې او چای خونې په نوم یو رستورانت دی.
دغه ټولنه د ګرځندوی د پوهاوي برخې، نندارتون، کتابتون، د تاریخي آثارو ادارې، چاپيریال ساتنې او لرغون پیژندنې برخې، د فرهنګ کور او د یونسکو له دفتره جوړه ټولګه ده.
په یوه څنډه کې يې د مېرمن سکینه په نوم یو پخلنځی او یو رستوانټ شته، چې ټول کارونه یې ښځې او نجونې پر مخ بیایي.
سکینه کاظمي د دغې رستوانټ سراشپزه ده، هغه وايي په کور کې چمتو شوي خواړه دغه پخلنځي ته راوړي.
په بامیانو کې ډېر رستورانونه جوړ شوي، خو د دغه رستوانټ توپیر له نورو سره دا دی چې دلته د بامیانو سیمه ییز خواړه مشتریانو ته وړاندې کېږي.
سکینه ۳۰ کلنه ده، یو زوی او یوه لور لري او د سهار له اوو بجو د مازدیګر تر څلورو بجو پورې په دې رستورانت کې کار کوي دا وايي:
'' موږ دوه کسان اشپزان یو، بولاني، د سبو اش، کوکوی سبزي، د سبو قورمه، اش او تروې، قروتي، بوسراق، چپس، قابلي او داسې نور د افغانستان سیمه ییز خواړه برابروو. د کور کارونه هم پخپله کوم، څه چې دلته پخوم هلته په کور کې یې هم برابروم ''

د بودا کافي او چایخونه هم یو بل رستورانت دی چې د سهار له اوو بجو د مازدیګر تر څلورو پرانیستی وي. سهارنۍ او غرمنۍ هم برابروي.
دغه شان د ښار په زړه کې یو بل ورته رستورانت هم شته چې یوازې په جفتو ورځو کې کار کوي د دواړو رستورانونو کار ښځې او نجونې پرمخ بیايي.
د بامیانو د ګرځندوی د معلوماتو دفتر مسول ضیا جعفري وايي، د خپل کار یوه برخه یې د ښځو پیاوړتیا ته ځانګړې کړې ده:
'' اوس دا فکر پيدا شوی چې په سوداګرۍ او صنعت برخه کې هم ښځې کار وکړي چې په راتلونکې کې په ځان بسیا شي.''
د دغې ټولنې پر جوړولو شاوخوا سل زره یورو لګښت راغلی. د ښځو لاسي صنایعو یو نندارتون هم پکې شته خو اصلي موخه یې هماغه د ګرځندوی فرهنګ دودول دي.
بامیان د افغانستان هغه ولایت دی چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې د پام وړ پرمختګ کړی.
که څه هم افغانستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له کبله د ښځو لپاره ډېر غوره هېواد نه بلل کېږي خو د بامیانو په کور، کوڅه او بازار کې له کاره نیولې تر مالدارۍ، سوداګرۍ ،کولتور او هنر پورې د ښخو ونډه د ډېرو د پام وړ ګرځیدلې ده.








