له جګړو وروسته سوات ته سيلانيانو بيا مخه کړې

سوات
د عکس تشریح، د پاکستان له بېلابېلو برخو ګڼ شمېر خلک د سيل او تفريح لپاره سوات ته ځي
    • Author, رحمان الله بي بي سي
    • دنده, پېښور

د خيبر پښتونخوا سوات کې د امن له راتلو سره سيلانيانو دې ځای ته مخه کړې ده.

د حکومتي چارواکو په وينا يوا‍زې په تېر کوچني اختر کې له يو ميليون زيات سيلانيان سوات ته راغلي چې ورسره د هوټلونو کاروبار هم وده کړې ده.

په پاکستان کې جون، جولای او اګست د سختې ګرمۍ مياشتې دي. په دې مياشتو کې له بېلابېلو سيمو څخه ګن شمېر خلک د يخې هوا او سيل لپاره سوات ته مخه کوي.

سيلانيانو د سوات، په مهو ډنډ، ملم جبه او کالام کې خيمې لګولې وي چې د خيمو د يوه کلي انځور ورکوي.

په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې د مولا فضل الله په مشرۍ طالبانو د سوات پر مرکز قبضه وکړه چې له کبله يې سلګونه زره خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

سوات دره چې د سيل لپاره يې شهرت درلود ملي خزانې ته هم ورسره هم مالي ګټه رسېده خو وسله والو بريدونو کې يو شمېر هوټلونه هم ويجاړ شوي چې ځينې تراوسه نه دي رغول شوي.

سوات
د عکس تشریح، سيلانيانو د سوات، په مهو ډنډ، ملم جبه او کالام کې خيمې لګولې وي چې د خيمو د يوه کلي انځور ورکوي.

په ۲۰۱۰ کال کې سيلابونو هم د سوات هوټلونو او سړکونو ته سخت زيان رسولی و چې له امله يې سيلانيانو سوات ته د تګ زړه نه ښه کاوه.

خو په سوات کې د وسله والو پر ضدله پوځي عملياتو وروسته د سيمې کنټرول ځايي چارواکو ته وسپارل شو.

د سوات د سوداګرو د اتحاديې مشر عبدالرحيم بي بي سي ته وويل، په سوات کې د امن له راتلو سره کاروبار ۷۰ سلنه زيات شوی دی.

د نوموړي په وينا، اوس په بازارنو کې د سلګونو زرو روپيو په ارزښت پېرو پلور کېږي.

د سوات په زړه پورې هوټلونو کې نه يوازې د سيلانيانو لپاره زړه راښکونکي توکي لري بلکې اوس دغه هوټلونه په يوه صنعت اوښتي دي.

د سوات د هوټلونو د اتحاديې مشر زاهد بي بي سي ته وويل، پخوا به ډېر بهرني سيلانيان سوات ته راتلل خو اوس ويجاړ سړکونه او په لارو کې ګن شمېر امنيتي پوستې سوات ته د سيلانيانو راتګ کې خنډونه جوړوي.

سوات
د عکس تشریح، د سوات په زړه پورې هوټلونو کې نه يوازې د سيلانيانو لپاره زړه راښکونکي توکي لري بلکې اوس دغه هوټلونه په يوه صنعت اوښتي دي

نوموړی وايي سوات ته د سيلانيانو شمېر به نور هم زيات شوی و خو سوات ته تلل داسې دي لکه يو پاکستانی چې هند ته داخلېږي. د ښاغلي زاهد په وينا په لاره کې ګڼې امنيتي پوستې دي چې شناختي کارډ او پېژندپاڼه ترې غواړي.

د سوات ځايي خبريال شيرين زاده بي بي سي ته وويل، حکومت سوات کې امن راوستی خو د سيل ځايونو پرمختګ ته يې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

دی وايي په وسله والو ډلو کې د ځوانانو د ګډون يوه لويه وجه بې کاري وه چې دغه اندېښنه اوس هم موجود ده.

نوموړی زياتوي که چېرې حکومت سوات ته توجه وکړي نو دلته به د سياحت صنعت وده ومومي، خلک به په رزوګار شي او وسله والو ډلو کې د ځوانانو د شاملېدو انديښنه به هم ورسره کمه شي.

سوات
د عکس تشریح، ځينې خلک وايي که چېرې حکومت سوات ته توجه وکړي نو دلته به د سياحت صنعت وده ومومي

د سوات د هوټلونو مالکانو له حکومته غوښتي چې د هېواد د نورو ځايونو په څېر د سوات پرمختګ ته هم ځانګړې توجه وکړي چې د پخوا په څېر بهرني سيلانيان يو ځل بيا سوات ته رامات شي.