نیویارک ټایمز: سوات ته د طالبانو د ستنېدلو وېره پیدا شوې
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
نيويارک ټايمز:

د عکس سرچینه، Getty Images
امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، طالبان د پښتونخوا په سوات کې له خلکو پيسې غواړي او له دې سره دغې درې ته د هغوى د بيا ورستنېدو په تړاو ويره راټوکېدلې ده.
ورځپاڼې، د عبدالرحيم په نامه د يوه هټيوال بېلگه راخيستې چې د اکتوبر په نيمايي کې د يوه طالب قومندان له لوري ورته ټيليفون شوى و او له ده او نورو سوداگرو يې پيسې غوښتې وې.
ورځپاڼه وايي، د روان کال په لومړيو کې په سوات کې د باج غوښتنې او هدفي وژنو له لړۍ داسې څرگندېږي چې طالبان هڅه کوي په دغه سيمه کې د پښې ځاى ومومي.
ورځپاڼه وايي، د ملا اختر په نامه يو قومندان عبدالرحيم ته چې په سيمه کې د سوداگرو د ټولنې مشر دى ويلي و له ١٥ زرو سوداگرو پيسې را ټولې کړي، خو ده ورته د نه ځواب ورکړى و.
له هغه مهال وروسته پوليس د عبدالرحيم ساتنه کوي او کور يې د امنيتي کمرو له لارې څارل کېږي.
انډېپنډنټ:

د عکس سرچینه، AP
برتانيا چاپ انډېپنډنټ ورځپاڼه وايي امريکا کې د ايالتونو ټاکنيزو استازو يا "الکتورل کالج" غړو غوښتنه کړې چې د ولسمشر پوتين او ډونلد ټرمپ د اړيکو په تړاو پلټنې وشي.
ټاکنيزو استازو دا غوښتنه د امريکا ملي استخباراتو مشر جيمز کلپر ته په لېږلي يوه پرانيستي ليک کې کړې، او ويلي یې دي، چې د پلټنو پايلې بايد د ډیسمبر له نولسمې نېټې وړاندې دوى ته وسپارل شي.
ټاکل شوې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو په وروستي پړاو کې د دغه هېواد د ٥٠ ايالتونو ټاکنيز استازي خپلې رايې رسماً وکاروي.
د ټاکنيزو استازو رايې په دوديز ډول د هغه نوماند دي چې په ټاکنو کې بريالى پېژندل شوى وي.








