پاکستان: د ډېورنډ پر ټوله کرښه مو د کټارو لګول نه دي پیل کړي

د عکس سرچینه، .
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
پاکستان وايي، پر ډېورنډ کرښه يې د کټارو یا اغزن تار لګولو بشپړ کار نه دی پېل کړی، خو پاکستاني چارواکو ویلي، د تګ راتګ پر شپږو یا اتو ځایونو کې یې کټارې لګولې دي.
څو ورځې وړاندې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه ویلي و، چې په مومندو او باجوړ کې يې پر ډېورنډ کرښه د کټارو لګولو کار پېل کړی دی.
پاکستان له څه مودې راهیسې دا ادعا کوي، چې پر ډېورنډکرښه وسلوال د افغانستان له خاورې د دوی غاړې ته اوړي او هلته د ناامنۍ پېښې رامنځته کوي. دوی له همدې کبله په تکرار سره وايي، چې پر ډېورنډ کرښه به اغزن تار لګوي.
خو افغان دولت او د کرښې دواړو غاړو ته مېشتو یو شمېر خلکو دا ګام غندلی دی او پر خواله رسنیو د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو شمېر مېشتو ځوانانو یو کمپاین هم پېل کړ، چې په کې يې د پاکستان پر دغه اقدام نیوکې کړې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د چارشنبې پر ورځ په پاکستان کې د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند د قامي اسمبلۍ غړي اويس لغاري په مشرۍ د دغه هېواد بهرنیو چارو کمېټۍ غونډه شوې، چې تر ډېره يې توجه د پاکستان او افغانستان پر روانو اړیکو او پر ډيورنډکرښه متمرکزه وه.
د دغې غونډې ګډونوالو ته د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د کابل او اسلام اباد پر روانو اړیکو معلومات ورکړل او ادعا يې کړې، چې د افغانستان پر وړاندې د دوی د حکومت تګلاره سمه روانه ده.
سرتاج عزیز په دې غونډې کې ويلي، د افغانستان د شخړې حل لاره خبرې اترې دي او په ټوپک او زور دا ستونزه نه شي هوارېدی. د ښاغلي عزیز په خبره افغان دولت باید له هغو طالبانو سره خبرو ته کښېني، چې د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې ته يې هلته هرکلی نه دی ویلی.
د دغې غونډې د یوه ګډونوال په خبره سرتاج عزیز په ماسکو کې کېدونکې د افغانستان په تړاو غونډې هرکلی وکړ او ویلي یې دي، د دې غونډې له تر سره کېدو وروسته به امریکا ته دا زمینه برابره شي، چې د افغانستان په تړاو خپله تګلاره له سره و ارزوي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان دولت تل پاکستان په دې تورنوي، چې د دغه هېواد د وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي، اویس لغاري وویل، پاکستان په هیڅ یو ځای کې هم د وسلوالو ډلو ملاتړ نه دی کړی او نه يې کوي.
نوموړي تور پورې کړ، چې افغان چارواکي د خپلو نیمګړتیاو د پټولو لپاره تل پر پاکستان تورونه لګوي.
خو ښاغلی لغاري دا مني، چې پاکستان لاهم نه دی توانېدلی چې د افغانانو زړونو وګټي. نوموړی زیاتوي، هېواد یې تل له افغانستان سره مرستې کړې، خو بیا هم په دې کې بریالي شوي نه دي، چې د افغانانو په زړونو کې ځای ومومي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اسلام اباد په دغه غونډې کې ویل شوي، پاکستان له افغان دولت څخه هلته د جماعت الاحرار او نصرالله په نامه وسلوالو ډلو ضد د ګام اخیستلو غوښتنه کړې.
په دې وروستیو کې پاکستان په دغه هېواد کې د ناامنۍ د پېښو پړه پر افغانستان واچوله او ورسره يې ډېورنډکرښه د یوې مياشتې لپاره وتړله.
خو افغانستان بیا په ورته مهال اسلام اباد ته د يوشمېر طالب مشرانو نومونه، د هغوی د کورونو ادرسونه او ان نقشې ورکړې، چې لاهم پاکستان څه نه دي ویلي، چې د دغو طالب مشرانو پر ضد به ګام واخلي که نه؟









