پاکستان پر ډیورنډ کرښه ازغن تار او کټاره لګوي

ر

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، پاکستان په کورمه، سوېل او جنوبي وزیرستان کې د څلورو دروازو جوړولو خبره هم کوي.

په قبایلي سیمه کې حکومتي سرچینې وايي، پاکستان به د ډیورنډ کرښې په ځینې سیمو کې د ازغن تار او کټارې لګولو پلان په اپرېل کې پیل کړي.

د خبریال عزیزالله خان د معلوماتو له مخې، پاکستان په هغو سیمو کې د ازغن تار او کټارو جوړولو هڅه کوي چې له افغان خاورې یې د ترهګرو د ور اورښتلو لار بولي.

سرچینې وايي، لګول شوې کټارې به لا ډېرې پیاوړې او بیا نورو سیمو ته هم وغځول شي.

دا هڅه په داسې مهال ده، چې له تېرو ۲۶ ورځو پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

سرچینې دا هم وايي، چې پاکستان په کورمه ایجنسۍ کې لګولې کټاره نوره هم پیاوړې کوي.

په خیبر کې ازغن تار

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان له ډیورنډ کرښې سره پوستې هم زیاتې کړې دي.

پاکستان د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ په شلمان کې هم څو ورځې مخکې ازغن تار لګولی چې د قاچاق مخنیوی وکړي.

په خیبر کې ځايي خبریال ابراهیم شینواری وايي، پر کرښه د کټارې لګولو خبره هم شوې، خو تراوسه یې کار نه دی پیل شوی.

د هغه په اند، که پاکستان د کټارې لګولو کار پیل کړي، نو د افغانستان له سخت غبرګون سره به مخ شي، خو تراوسه افغان چارواکو داسې غبرګون نه دی ښودلی.

افغان حکومت پر ډیورنډ کرښه د ازغن تار غځولو یا کټارې لګولو مخالف دی او وايي، چې کابل او اسلام اباد پر ډېورنډ کرښه کومې هوکړې ته نه وي رسېدلی، تر هغه پر دغه کرښه هیڅ کار کېدلی نه شي.

د تېر کال په جون کې چې پاکستان د بې قانونه تګ د مخنیوي لپاره پر تورخم د کټارې لګولو هڅه وکړه، نو د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شو.

څلور دروازې جوړول

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان په وزیرستان کې هم د دروازو جوړولو خبره کوي.

له بلې خوا سوېلي وزیرستان کې حکومتي سرچینې وايي، په دغه سیمه کې هم د کټارې لګولو خبره شوې، خو تراوسه یې کار نه دی پیل شوی.

دوی دا هم وايي، چې د روانې میاشتې په وروستیو یا اپرېل کې به دا کار پیل شي.

څلور ورځې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مشرانو جرګې ته وویل، چې پر سوېلي او شمالي وزیرستان سربېره کورمه او مومند ایجنسیو کې هم پر ډیورنډ کرښه څلور دروازې جوړوي.

پاکستان کې تېره میاشت له څو بریدونو او چاودنو وروسته اسلام اباد د فرورۍ پر ۱۷ له افغانستان سره د تګ راتګ لارې وتړلې.

د لارې د بندېدلو له امله په زرګونو هغه افغانان هم ایسار و، چې پاکستان ته په ویزو تللي و، خو اسلام اباد د مارچ پر اتمه او نمه د دوو ورځو لپاره دا لارې پرانیستلې.

د لارې بندېدلو له امله تر پنځو زرو ټېلر هم بند دي، چې سوداګرو ته یې سخت تاوان اړولی او کار یې اغېزمن شوی دی.