پښتونخوا کې وسله والو پر پوليسو بريد کړی
د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې چارواکي وايي، نامعلومو کسانو پر پولیسو ډزې کړې، یو یې وژلي او یو بل ټپي دی.
دغه پولیس د پولیو واکسین ډلې په ساتنه ګومارل شوي وو.
دواړه پولیس د پېښور ښار په شاوخوا سیمه کې د ګوزڼ واکسین له کارکونکو سره له دندې وروسته خپل مرکز ته ستنېدل، چې ډزې پرې وشوې.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه منلی.
خو د تېر کال په اوږدو کې پاکستاني وسله والو تر دولسو ډېر ګوزڼ واکسین کارکوونکي او د هغوی ساتونکي وژلي دي.




