کندهار کې ځانمرګي بريد يو ماشوم وژلی
د کندهار ولايت د دامان په ولسوالۍ کې د يوه ځانمرګي بريد په پایله کې يو ماشوم وژل شوی او دوه نور ماشومان ټپيان دي.
دغه بريد نن له غرمې وروسته هغه مهال وشو چې د بهرنيو ځواکونو يوه کزمه له سيمې تېرېده.
د کندهار د والي وياند جاويد فیصل وايي د بريد قربانيان یوازې همدا درې افغان ماشومان دي.
دی وايي په دغه بريد کې بهرنيو ځواکونو ته زیان نه دی اووښتی.




