کابل: ځانمرګي د ولسي جرګې غړی ټپي کړی
په کابل کې يوه ځانمرګي بريد د ولسي جرګې غړی ټپي کړی دی.
د کابل د پوليسو قومندان بي بي سي ته وويل ځانمرګي چاوديدونکي توکي په خپله خولۍ کې ځای پر ځای کړي و او له تلاشي وروسته د حميدالله توخي کور ته ننوتی دی.
بريدګر د ښاغلي توخي ساتونکو ته ويلي، چې له نوموړي سره ملاقات لري.
تر اوسه د بريد مسووليت چا نه دی منلی.




