د عراق د چاودنې د مړو شمېر ۲۷ ته ورسېد

په عراق د تېرې ورځې په چاودونو کې د مړو شمېر ۲۷ تنه ته ورسید.

دا چاودنې په ترڅ کې لسګونه نور کسان وژل شوي دي په داسې حال کې رامنځته کیږي چې په دغه هېواد کې د عاشورا مراسم پیل شوي دي.

د دې چاودنو تر ټولو درنه یې هغه غبرګ ځانمرګي بریدونه وو چې د پلازمینې بغداد شمال ته په الطارمیة سیمه کې رامنځته شوه او د امنیتي چاروکو په وینا ۱۶ پوځیان ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.

دغه راز بله چاودونه د بغداد په ختیځ کې په هغه ځای کې رامنځته شوه چې اکثره اوسیدونکي یې شیعه ګان دي او داسې مهال رامنځته شوه چې لارویانو ته د عاشوار په مناسبت د څښاک شیا ورکول کېدل، دې موټر بم چاودنې یوولس ملکي وګړي ووژل شول.