هند کې د اپوزيسيون پر غونډه چاودنې شوي
د هند په ختیځ کې د یوه اپوزیسیون ګوند غونډه کې د چاودنې پر مهال لږترلږه یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د بهار ایالت په مرکز پټنه ښار کې لږترلږه پنځه چاودنې وشوې.
یو شمېر نور ناچاودېدلي بمونه خنثی شوي دي.
چاودنې هغه مهال وشوې، چې د ښار په مرکزي برخه کې زرګونه کسان د هندو توکمپال ګوند بي جي پي یوه مشر او لومړي وزارت لپاره د کاندید نرېندر مودي وینا اورېدو لپاره یو ځای شول.




