هېگ د سوريې په خبرو کې د منځلارو برخه اړينه بولي
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیام هېګ ویلي د سوریې د راتلونکې په تړاو خبرو کې د منځلارو مخالفینو ورګډول اړین دي.
د ښاغلي هېګ څرګندونې داسې مهال راځي چې لویدیځ او عرب مشران د سوریې حکومت له لوړ پوړو مخالفینو سره په لندن کې ګوري او هڅوي یې چې راتلونکې میاشت په ژينیو کې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
د سوریې د ملي ټلوالې په ګډون کلیدي مخالفینو ویلي دوی نه غواړي چې د بشارالاسد حکومت له استازو سره خبرې وکړي.
عرب او لویدیځ مشران تمه لري چې مخالفین یووالي ته وهڅوي چې خبرې بریالیتوب ته ورسیږي.




