د مايکل جکسن کورنۍ د تاوان قضيه وبايلله
د پاپ سندرغاړي مايکل جکسن کورنۍ د دغه سندرغاړي وروستي سفر پروګرامونو تنظيمونکي ادارې (AEG Live) پر وړاندې خپله قانوني قضيه بايللې ده.
د ۶ سړيو او ۶ ښځو قضايه پلاوی په ټوليز ډول دې پرېکړې ته ورسېد چې، که څه هم دوی باور کاوه (AEG) کونراډ مورې، هغه ډاکټر چې د دغه سندرغاړي د روغتيا مسئوليت يې پر غاړه درلود، ګومارلی و، دوی داسې ګڼي چې ښاغلی مورې دې ته چمتو او د دې وړتيا يې درلوده چې د مايکل جکسن حالت ته پاملرنه وکړي.
دغه حکم د (AEG) پر وړاندې د تاوان غوښتنې هر ډول داوې ته د پای ټکی ايښی دی.
ښاغلی مورې وروسته له هغه چې مايکل جکسن د درد ضد درمل مرګوني خوراک وروسته مړ شو، دوه کاله مخکې د بې پروايۍ په تور محکوم شو.
قضايه پلاوي څه د پاسه ۵ مياشتې بېلګې او دليلونه اورېدلي او څلور ورځې يې پر خپل قضاوت او پرېکړې فکر کړی دی.




