کندوز کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د نامعلومه وسلوالو په برید کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه ووژل شول.
په دغه برید کې چې تېر ماښام د ملکي وګړو پر یو موټر شوی، یوه مېرمن ټپي شوې هم ده .
د امام صاحب ولسوالۍ امام الدین قریشي وویل وژل شوې مېرمن په روغتون کې د ماشومو له زېږیدو وروسته کور ته پر لاره وه، چې د کلباد په سیمه کې د وسلوالو له خوا پرې برید وشو.




