ولسمشر روحاني ته د انقلابي ګارد خبرداری
د ايران انقلابي ګارډ يوه اعلاميه خپره کړې او ولسمشر حسن روحاني ته يې خبرداری ورکړی چې د امريکا وروستيو وړانديزونو په اړه دې احتياط کاره وي.
دغه اعلاميه نيويارک ته د ولسمشر روحاني له سفر يوازې څو ورځې مخکې خپرېږي، چې په ترڅ کې به يې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کلنۍ غونډه کې ګډون کوي.
اعلاميه وايي ولسمشر روحاني بايد په هغه څه کې چې د سپينې ماڼۍ "د خندا وړ او پېچلي" توطيه يې بللې ونه لوېږي.
د امريکا حکومت د پنجشنبې پر ورځ ويلي وو راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمشريزې پر مهال له ولسمشر روحاني سره تبادلې ته پرانيستي دي.
خبريالان وايي دغه اعلاميه د يو ډول فشار نښه ده چې د توندلارو له لوري پر ولسمشر روحاني راوړل کېږي، او دی به امريکا ته د خپل سفر پر مهال له نژدې څارل کېږي.




