سومالیا کې د پرمختګونو ساتنې لپاره غونډه کېږي

اروپايي ټولنه او د سومالیې حکومت د دغه هېواد د وروستیو پرمختګونو د روان پاتې کېدو په موخه په بروکسل کې د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب کوي. ډېپلوماتان هیله لري، چې په دغه غونډه کې به له سومالیې سره د سلګونه میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وشي. په غونډه کې به حکومتي استازي، مرستندویه بنسټونه او نړیوالې مالي ادارې ګډون وکړي.

د سومالیا ولسمشر حسن شېخ محمود بي بي سي ته ویېلي، د دغه هېواد لپاره یوه نوې وړاندې شوې طرحه چې په اقتصادي اړتیاو کې د پرېکړه کولو په برخه کې سومالیا ته تر پخوا ډېره خپلواکي ورکوي، د دغه هېواد لپاره یوه ښه خبره ده.