کوټه کې پر ريل ګاډي بريد کې ۲ کسه وژل شوي
د پاکستان د بلوچستان ايالت له مرکز کوټې کابو ۴۰ کيلومتره لرې د بولان په سيمه کې پر يوه ريل ګاډي د توغندي بريد شوی دی.
ځايي چارواکي وايي په دغه بريد کې دوه کسه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
د کوټې د ريل ګاډي سيستم چارواکو بي بي سي ته ويلي چې د جعفر ايکسپرس دغه ګاډی له کوټې نه راولپنډۍ ته روان و او د بريد له امله يې ماشين ويجاړ شوی دی.
د ريل ګاډي د ماشين له ويجاړېدو وروسته وسله والو په ولاړ ريل ګاډي د سپکو وسلو ډزې کړي چې دوه مسافر په کې وژل شوي دي.
تر اوسه د وژل شويو مسافر پېژندګلوي نه ده شوې.




