عراق کې بمي چاودنو ۲۸ کسه وژلي دي
د عراق په پلازمېننه بغداد کې یو لړ بمي چاودونو لږ تر لږه ۲۸ کسه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
پنځو بمي چاودنو د ښار بېلابېلې سیمې ولړزولې.
یوه چاودنه په هغه سیمه کې وشوه، چې سخت امنیتي تدبیرونه په کې نیول شوي او ډېر دیپلوماتیک مرکزونه په کې دې دي.




