منموهن سنګهـ ډوب شوي ۱۸ پوځيان ستايلي دي
د هند لومړي وزیر منموهن سنګهـ هغه ۱۸ سمندري پوځیان ستایلي، چې وېره څرګندېږي اوبتل یې د ممبيي په پوځي بندر کې له چاودنې وروسته ډوب شو.
په هغه وینا کې، چې ښاغلي سنګهـ د هند د خپلواکۍ ورځې په مناسبت کوله، نوموړي دغه سمندري پوځیان زړور وبلل.
په داسې حال کې، چې په اوبتل کې د لېدو توان لږ دی، د هندي پوځ غوپه وهونکي هڅه کوي، چې دغه پوځیان ومومي.




