م م: سوريې کې د وژل شويو شمېر له سل زرو اوښتی
ملګري ملتونه وايي سوريه کې د ولسمشر بشار الاسد پلوه ځواکونو او مخالف غورځنګ ترمنځ د تېرو دوو کلونو جګړه کې څه د پاسه سل زره وژل شوي دي.
د ملګريو ملتونو دغه اعلان په داسې وخت کې کېږي چې له پلازمېنې دمشق نه راپورونه وايي د موټر بم يوه چاودنه کې ۷ کسان وژل شوي دي.
د سوريې دولتي رسنۍ وايي دغه بريد د جارامانا څنډو کې شوی، چې د ولسمشر اسد دروزو او مسيحي پلويانو ټاټوبی بلل کېږي.




