د بلجیم پاچا له واکه لاس په سر شو

د بلجیم پاچا البېرت نن له خپلې دندې لاس په سر شو او شاهي تاج به د خپل زوی فلیپ پر سر کېښود.

نهه اویا کلن البېرت ویلي تر شل کلونو پاچاهي وروسته اوس د زړښت احساس کوي او دندې ته دوام نه شي ورکولای.

هغه وايي مشر زوی یې فلیپ یې تیاری دی چې دده ځای ناستی شي.

ښاغلي البېرت د شنبې په ورځ په خپله وروستۍ وینا کې له خپلو هېواد والو وغوښتل چې یووالی وساتي.

د شاهي کورنۍ غړي او د کابنیې وزیرانو په کلیسا کې د استعفا په مراسمو کې ګډون کړی، او خپل احساسات یې څرګندول: